1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاپي پروژې پرانیستل؛ د طالبانو رئیس الوزرا ترکمنستان ته تللی

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د گازو د انتقال «تاپي» پروژې د پرانیستلو له پاره ترکمنستان ته ولاړ. په دې اړه په هرات کي هم مراسم جوړ سوي ول.

Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا ملا حسن آخوند، د چهار شنبې په ورځ د تاپي پروژې د پرانیستلو په هدف لومړی هرات او وروسته ترکمنستان ته ولاړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تاپي پروژې د پرانیستلو په مناسبت په هرات ولایت کي د چهارشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه.

د تاپي پروژې عملي کار په ۲۰۱۸م کال کي د افغانستان د پخواني حکومت له خوا په هرات ولایت کي په رسمي ډول پیل سو، خو د کار جریان د ځینو دلایلو، لکه ناامنيو له امله دوام پیدا نه کړ او بشپړ نه سو.

د طالبانو ادارې د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي دي چي ملا حسن آخند، هرات ته له سفر وروسته د یوه لوړپوړي هیئت په مشري د تاپي پروژې د پرانیستلو او کار د پیلولو له پاره په ترکمنستان کي د اسلیم چشمه سیمي ته ورسید.

د طالبانو  ادارې د معلوماتو له مخي، ملا حسن آخوند، او د ترکمنستان ولسمشر په ځانگړي ډول د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو او دواړو هیوادونو ترمنځ د سترو پرمختیايي پروژو د پلي کولو پر اهمیت او سیمه ایزو پروژو باندي بحث او تبادل نظر وکړ.

د ترکمنستان ولسمشر چي د ویډیو کنفرانس له لاري د تاپي پروژې د پرانیستلو په مراسمو کي وینا کوله، وویل چي دغه پروژه نه یوازي د گډون کوونکو هیوادونو د اقتصاد، بلکي د سیمي د هیوادونو په گټه هم ده.

انځور: DW

د تاپي د گازو نلليکه چي په کال کي د ۳۳ میلیارده مکعب متره ګازو د انتقال ظرفیت لري، د ترکمنستان له گالکینیش میدان څخه پیل سوې او د افغانستان د هرات او کندهار له ښارونو څخه دپاکستان کوټې او ملتان او له هغه ځایه د هند د پنجاب ایالت د فاضلکا ښار ته رسیږي.

دغه نلليکه په مجموعي ډول ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري چي له هغه څخه ۲۰۷ کیلومتره یې د ترکمنستان د خاورې په دننه کي، ۷۷۴ کیلومتره یې له افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره یې د پاکستان له خاوري د هند تر سرحده تيريږي.

په پام کي ده چي د تاپي پروژې پایپ لاین د ترکمنستان گاز د افغانستانله لاري پاکستان او وروسته هند  ته ولیږدوي.

د تاپي پروژې د امنیت ساتلو په هکله د طالبانو ژمنه

په تیرو وختونو کي د تاپي پروژې کار ډېر وخت د جگړو او ناامنیو له کبله مخ ته نه دی تللی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د یک ټلویزیون سره په خبرو کي د دغي پروژې د امنیت ساتلو له پاره له یوې ښې او دقیقې برنامې څخه خبره وکړه.

د هغه په خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو اداره او د دفاع وزارت به د دغي پروژې د امنیت په ساتلو کي برخه واخلي. مجاهد وویل چي په پام کي ده چي د کورنیو چارو وزارت به ددغي پروژې په اوږدو کي دوامدارې گزمې ولري.

سربیره پردې، طالبانو د دغي پروژې د تمویل په هکله نور جزیات وړاندي نه کړل.

د طالبانو اداره چي د لوېدیځ تر اقتصاديبندیزونو لاندي ده، هڅه کوي چي ډېري ستري او عالي پروژې، په تیره بیا د انرژۍ او کانونو په برخه کي پيل کړي.

GP/NZ/Alizadah

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل