د تحریر په میدان تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبهاعلان
د مصر د پلازمینې په التحرير میدان کې د ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او مخاليفينو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سوی دئ. د امنيتي چارواکو په وينا په دغه تاوتريخوالي کي لږ تر لږه 110 کسان د ډبرو د وارونو او بوتلي بمونو له کبله ژوبل سوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا تاوتريخوالی هغه وخت رامنځ ته سو چي د اخوان المسلمين گوند پلويانو هڅه وکړه چي د کيڼ اړخه گوندونو له خوا جوړ کړل سوې دريځ ليري کړي.
کيڼ اړخو کسانو د ولسمشر مرسي پر ضد شعارونه ورکول. د ولسمشر مرسي پلويانو بيا د محکمې له خوا د 24 هغو چارواکو د ازادولو پر ضد احتجاج کوه چي د پخواني ولسمشر حسن مبارک په واکمنۍ کي ئې دندې تر سره کړي وې.