1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تخار په مرکز تالقانو ښار کې چاودنه شوې

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

لږ تر لږه درې کسان د افغانستان د شمالي ولایت تخار په مرکز، تالقانو ښار کې په یوه بمي چاودنه کې ټپیان شوي دي. يوې امنيتي منبعې ويلي دي چې چاودنه د صرافۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
د تخار ولایت روغتون - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

په تخار کې د طالبانو د پولیسو وياند، عبدالمبين صافي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې دغه چاودنه د لاسي بم وه چې د تالقانو ښار د صرافۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

هغه وويل چې په چاودنه کې په خپله بم ليږدونکي او دوه نور کسان ټپيان شوي دي. هغه وويل ټپيان د پولیسو تر نظارت لاندې تر درمنلې لاندې نيول شوي دي.

که څه هم له تيرکال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي وسلې په پراخه کچه آرامې شوي، خو د طالبانو له واکمنېدو سره تقریباً هم مهاله په پنجشنیر او اندراب کې د طالبانو ضد وسلوال مقاومت هم رامنځ ته شوی دي. د دغه مقاومت غړي دا وخت د طالبانو پر ضد جنګيږي، اما تر اوسه نه دی توانېدلی چې له طالبانو کومه سیمه ونیسي.

واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته په افغانستان کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې هم خپل خونړي بمي بریدونه ډير کړي چې تر ډیره پکې طالبان او قومي اقلیتونه په نښه شوي دي.

څه باندې يو کال کيږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي خو حکومت ېې لا هم هيڅ هيواد په رسمت نه دی پيژندلی. علت ېې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت سیاستونه، بشري حقونو ته نه پاملرنه او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړيدو ته نه غاړه ايښودل په ګوته کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل