د تخار پوهنتون د کرهڼي پوهنځی وداني جوړه سوه
۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبهدغه وداني ۱۷ درسي خوني ، څلور د لابراتور لپاره خوني يو کتابتون لري چي د ۶ سوه زره يورو په لګښت د شپږو مياشتو په مودي کي جوړه سوې ده.
د تخار پوهنتون پنځه پوهنځی لري کرهڼه ، شرعيات، ښوونه او روزنه ، اقتصاد او انجنيري چي پکښي نږدي ۲۰۰۰ تنه محصلين زده کړي کوي.
د تخار ولايت د پوهنتون ريس پوهنيارانجنيرشمس الحق کاشفي وايي :« نن ډيرخوشحاله يو د دې وداني له جوريدو سره زموږ د کرهڼي پوهنځي ستونزي د تولګيو او لابراتوار د نشتوالي په برخي کي حل سو.»
د تخار د پوهنتون ريس وايي: « د آلمان هيواد د بيارغوني ډلي چارواکو ورسره وعده کړي چي د نوموړي پوهنتون پنځه کيلومتره سړک به هم ډمبر کوي.»
نوموړي وايي:« په دي پوهنتون کي اوسمهال ۱۳ ديپارټمنټونه فعاله دي او ۷۰ تنه ښوونکي د پوهنتون محصلينو ته زده کړي ورکوي.»
د ودانۍ د پرانستلو پر مهال په افغانستان کي د المان سفير وويل چي هيواد يې په روان کال کي ۲۰۰ مليونه يورو په افغانستان کي مصرف کړي او په راتلوونکي کال کي په پام کي لري چي ۴۰۰ مليونه يورو په دې هيواد کي د بيارغوني او نور تولګتو پروژو په پلي کول کي مصرف کړي.
دا چي يوازي په تخارولايت کي به په راتلوونکي کال کي آلمان څومره پيسي مصروفوي د المان سفير وويل:« هيواد يي ۵،۸ ميلونه يورو د تخار ولايت د بيارغوني لپاره ځانګري کړي
دا پيسي د تخار ولايت د سيمه ايزو چارواکو په مشوره په مختلفو برخو کي په مصرف رسوي .»
د تخارولايت د پوهنتون ريس دا هم وويل چي د آلمان هيواد د دي ولايت د انجنيرۍ پوهنځی د بنست ډبره هم کيښودله.
احمد يما شيرزاد/ کندز
کتونکی: نجيب الله زيارمل