د ترامپ «مهاجرتي فرمان» بيا د سترې محکمې پر ميز
۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبه
د ترامپ هغه فرمان چې پر اساس يې امريکا خاورې ته د شپږو مسلمان هيوادونو د اتباعو داخليدل ممنوع ګرځول شوي دي، دوسيه يې يو ځل بیا د سترې محکمې د قاضي لخوا تر څيړنو لاندې نيول کيږي.
د امريکا متحده ايالتونو سترې محکمې د روان کال په جون مياشت کې د ترامپ د « مهاجرتي فرمان» پر اساس، امريکا ته د شپږو اسلامي هيوادونو ايران، ليبيا، سوريې، سودان او يمن د اتباعو د داخلیدو ممنوعيت تائيد کړ. خو دغې ادارې ټينګار وکړ چې په امريکا کې د دغو هيوادونو د ميشتواتباعو نژدې خپلوان په دې ډله کې شامل ندي.
تمه دا چې دا ځل به د امريکا د دغې تر ټولو لوړې حقوقي ادارې قاضيان پر دې فیصله وکړي چې بهر کې ميشت کوم کوم کسان به د کورنۍ د « نژدې خپلوانو» په رديف کې ونيسي چې وبه شي کړای امريکا خاوري ته داخل شي.
په دې اړه د امريکا عدليې وزير جف سشنر يو ليک تصويب کړ چې هغه کې د درخواست کونکي مور او پلار، ميرمن، نامزاد، اولادونه، خور او ورور د «نژدې خپلوانو» په توګه ارزول کيدل.
خو د هاوايي ايالات د محکمې قاضي دريک واتسن په خپلې رايې سره د کورنۍ د « نژدې خپلوانو» شمير پراخ کړ. دغه قاضي د کورنۍ په «نژدې خپلوانو» کې نيکه، نيا، لمسی، د ورور ښځه، اوښی (د خور ميړه) ترور، د ترور زوي او لور، تره او د تره لور هم ورزيات کړل.
دغه د نظر اختلاف د دې سبب واقع شوی چې اوس د امريکا ولسمشر دونالد ترامپ يو ځل بيا سترې محکمې ته مراجعه وکړي تر څو امريکا ته د « نژدي خپلوانو» د ليدو په موخه د راتلونکو کسانو د تعينولو پريکړه د سترې محکمې قاضيانو ته حواله کړه.
په پام کې ده د امريکا ستره محکمه په اکتوبر مياشت کې دغې دوسيې ته رسيدګي وکړي.