د ترمپ له خوا غوښتل شوی داسې يو بېړنی اقدام چې له مخې يې بايد د پنسلوانيا د انتخاباتي پايلو د تصديق مخه نيول شوې وای، په دې ډول رد شو. د ترمپ د حقوقي دعوې هدف دا وو چې د خط يا ليک په واسطه لېږل شوې په ميليونو رايې دې باطلې اعلان کړل شي. خو اړونده مسئول قاضي ليکلي دي چې ورته وړاندې شوي دلايل او شواهد حتی کفايت نه کوي چې «د يوه رايه ورکوونکي رايه هم» باطله اعلان کړل شي. د هغه په خبره «زموږ ولس، زموږ قوانين او بنسټونه زيات څه غواړي.»
ترمپ د جورجيا د رايو بيا شمېرنه غواړي
په جورجيا آيالت کې د بايدن جوخته بريا هم اوس په رسمي توګه تائيد شوې ده. بايدن د دغه آيالت ټولې ۱۶ الکترال رايې وګټلې، خو هغه يوازې ۱۲۶۷۰ رايې له ترمپ څخه مخکې وو. د جوختې سيالۍ له کبله دغه آيالت د ټاکنو بيا شمېرنه تر سره کړې وه. له دې لارې د بايدن رايې يو څه راکمې شوې وې ځکه چې تر مخه نوموړي د ترمپ په پرتله ۱۴۰۰۰ زياتې رايې لرلې وې. په دې ترڅ کې ترمپ د خپلو کيلانو په مرسته د رايو د پاڼو د بيا شمېرنې عريضه کړې ده. خو د بريا چانس يې ښايي لږ وي. سپينې ماڼۍ ته د ترمپ له خوا وربلل شويو د ميشيګان جمهوري پالو استازو او سناتورانو له هغه سره تر کتنې وروسته له دې سره مخالفت ښکاره کړ چې د ټاکنو پايلې دې د حقوقي لارې بدل کړای شي. د جمهوري غوښتونکي ګوند ډېرو استازو وويل چې تر اوسه پورې داسې معلومات په اختيار کې نه لري چې له مخې يې د متحده آيالاتو د ولسمشريزو انتخاباتو پايلې تغيير خوړلی شي.
ترمپ تر اوسه کوم هيوادونه «ناراضه» کړي؟
که مسائل داخلي وي او که نړيوال، په اړه يې د ولسمشر ترمپ چلند زيات وختونه پارونکي بلل کيږي. له همدې امله له هغه څخه نه يوازې د هغه چينايي او روسي سيالان، بلکه اروپايي متحدان او يو شمېر نور هم ناخوښ بريښي:
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm
د امريکا او پاکستان پيچلې اړيکې
دونالد ترامپ د روان ميلادي کال په پیل کې د خپل ټويټر له لارې پر پاکستان کلکه نيوکه وکړه. د دونالد ترمپ حکومت غواړي چې اسلام آباد په خپله خاوره کې د تروريستي ډلو د پټنځايونو پر وړاندې موثر ګامونه پورته کړي. ظاهره کې داسې ښکاري چې د نړيوال تروريزم پر وړاندې مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ واټن د ډيريدو په حال کې وي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
اقتصادي جنګ کې امريکا او چين یو بل ته مخامخ
امريکا په سپتمبر مياشت کې پر چين باندې له روسېې څخه د وسلو رانيولو په تړاو تازه بنديزونه ولګول. چين يې پر وړاندې خبرداری ورکړ چې يا بنديزونه لرې او يا دې امريکا د هغو عواقبو ته ځان تيار کړي. د چين او امريکا تر منځ دا لمړنی مخالفت نه دی. د دوی ترمنځ د سوداګرۍ جګړه هم روانه ده. دواړه د يو بل پر توليداتو د زياتو محصولاتو وضع کول غواړي.
انځور: picture-alliance/newscom/S. Shaver
اور سره لوبه
هاخوا روس ويلي دي چې «د اور سره لوبې کول کم عقلي ده، ولي چي خطر ورڅخه پېښېدلای سي.» روسيې دغه بیان د امريکا د بنديز تر اعلانيدو وروسته کړی دی. د امريکا او روسيې تر منځ اختلافات، د سوريې او اوکراين او همدا رنګه د امريکا د ولسمشرۍ په وروستيو انتخاباتو کې د لاسوهنو او په ځينو نورو مسائيلو کې هم شتون لري.
د اسرائيل او فلسطين تر منځ شخړه کې هم د ترمپ دريځ پارونکي غبرګونونه له ځانه سره لرلي. په دې تړاو مخالفتونو وروسته له هغې زور واخيست چې د ترمپ ادارې بيت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژاند. د ترامپ دغې پريکړېنړيوال غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي چې لا هم ادامه لري.
انځور: Imago/ZumaPress
په اتحاد کې فاصلې
د ترمپ په دوره کې د واشنګتن او اروپايي اتحاديې تر منځ هم روابط تر ډیره حده خراب شوي دي. دغه روابط که څه د سوداګرۍ په برخه، د ايران د بنديزونو او يا هم د بروکسل او واشنګتن تر منځ د نظر د اختلاف پر سر وي. د امريکا ولسمشر د مهاجرت بحران، بريګزيت، په اروپايي ټولنه کې د امنيت، اروپا کې د ښي اړخو پر ځواکمنيدو اود ځینو نورو مسائلو په سر پر اروپايي اتحاديې سختې نيوکې کړي دي.
د جي ۷ غونډه هم له مخالفت پرته نه وه
د روان کال په جون مياشت کې په کانادا کې د جې ۷ غونډه ترسره شوه. ترمپ د دغې ناستې په پاې کې پر ګډې اعلامېې له لاسليک کولو ډډه وکړه. د هغه پر دغه کار د اروپايي اتحاديې نژدې ټولو مشرانو نيوکه وکړه.