د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف څلور کاله وروسته امریکا متحدو ایالاتو ته سفر کړی. د متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ په انتخاباتي مبارزه کې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو خبره کړې وه، هغه اړیکې چې له کلونو راهیسې ډیري زیانمنې شوي دي. خو واکمنۍ ته د ترمپ له رسېدو راهیسي دغه اړیکې لا پسې ترینگلي شوي دي.
ویل کیږي چې د سوریې او اوکراین په کړکیچونو کې دواړه قدرتونه مختلفې گټې تعقیبوي. په وروستیو وختونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې د ترینگلتیا سبب د متحدو ایالاتو له لوري د سوریې پر یوه پوځي اډې باندې د توغندیو برید وو. روسیه د سوریې په کړکیچ کې د بشارالاسد ملاتړ کوي.
په سپینه ماڼۍ کې تر ملاقات وروسته ترمپ او لاوروف د رسنیو پر وړاندې د دواړو هیوادونو یو بل ته د نزدې کیدو په هکله محتطانه زیگنال ورکړ. ترمپ وویل چې ملاقات «په ډیره ښه توگه تر سره شول.» لاوروف بیا زیاته کړه چې د متحدو ایالاتو ولسمشر د دواړو هیوادونو تر منځ د متقابلو دوو اړخیزو عملي اړیکو سره لیوالتیا لري. د هغه په خبره ترمپ ډاډ ورکړی دی چې له روسیې سره د اوکراین په موضوع کې د نزدې کیدو امکان شته. لاورف وړاندې ویلي دي «زه فکر کوم کې موږ به د سوریې په هکله ښه څه تر سره کړو.»
انځور: picture alliance/dpa/C. Kaster د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې ترمپ له لاروف سره په دغه ملاقات کې د روسیې له مشرتابه څخه غوښتي دي چې د اسد حکومت او همداشان ایران چې د بشارالاسد ملاتړی دی مهار کړي. زیاته شوې ده چې د امريکا ولسمشر له مسکو څخه غوښتي دي چې د مېنسک تړون «په بشپړه توگه تطبیق شي» څو د اوکراین په ختیځ کې کړکیچ حل او فصل شي.
دغه تړون چې دوه کاله پرې اوړي موخه یې بشپړ اوربند رامنځ ته کول دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې اوکراین او لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندي د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د ملاتړ تور لگوي. خو مسکو بیا دغه تور ردوي.
د اف بي آی د مشر د گوښه کولو قضیه
د امریکا د تحقیقاتي فدرالي ادارې مشر له دندې لیرې کول ښایي د واشنگټن او مسکو تر منځ اړیکې زیانمنې کړې. د اف بي آی مشر جیمز کومي، د روسیې له لوري د امریکا د ولسمشرۍ له پاره په ټاکنيز کمپاین کې د احتمالي لاسوهنې په هکله د څیړنو په سر کې وو. خو روسیه وایي چې د متحدو ایالاتو په ټاکنیزه مبارزه کې کومه لاسوهنه نه وه.
سیرگې لاوروف سپینې ماڼۍ ته تر تگ دمخه د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن سره لیدلي ول. تیلرسن له لاوروف سره خپل ملاقات د هغه یوه چانس په توگه یاد کړی دی چې دواړه دیپلوماتان وکولای شي خپلو رغنده خبرو اترو او د نظرونو تبادلې ته ادامه ورکړې. دغه خبري اتري تیره میاشت په مسکو کې پېل شوې وې.
مسکو ته د دغه سفر پر مهال تیلرسن د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د بیرته رغولو خبره کړې وه.
زموږ له ارشيف څخه:
د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ تقريباً ټولو وزارتونو او مهمو پستونو ته کانديدان معرفي کړي دي. د دوی ډېری سپين پوستان او شتمن دي. د ترمپ د حکومت ملگري په انځورونو کي: انځور: picture-alliance/ZUMA د امريکا راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ اوس تقريباً د ټولو وزارتونو او مهمو پستونو له پاره کانديدان معرفي کړي دي. که لنډ وويل سي، نو هغه اکثره سپين پوستان، شتمن او غيرسياسي خلک دي.
انځور: picture-alliance/ZUMA مايک پنس (Mike Pence) د جمهور رئيس مرستيال معرفي سوی دئ. هغه د ترمپ د ټيم يو له محدودو کسانو څخه دئ، چي سياسي تجربه لري. پنس ۱۲کاله د مجلس استازی وو او له ۲۰۱۳م کال راهيسي د اينديانا ايالت والي دئ.
انځور: Reuter/S. Morgan رکس تيلرسون (Rex Tillerson) بهرنيو چارو وزارت ته کانديد دی او ديپلوماتيکه تجربه نه لري. د اکسون موبيل نفتي کنسرن د مديره هيئت دغه ۶۴کلن غړی له روسيې سره ښې اړيکي لري او پوتن هغه ته د «دوستی مډال» ورکړی دئ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Balout جف سشنز (Jeff Sessions) عدليې وزارت ته کانديد دئ. د آلاباما ايالت دغه سناتور په ۱۹۴۶م کال کي زېږېدلی دئ. هغه د مهاجرت د کنترول غوښتونکی دئ. ۳۰ کاله دمخه پر هغه باندي د نژادپالني تور د دې سبب سو چي د فدرالي قاضي مقام ته و نه رسېد.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad جميز متيس (James Mattis) دفاع وزارت ته کانديد دئ. د سمندري ځواکونه دغه متقاعد جنرال په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه چي د «ليوني سپي» په مستعار نوم پېژندل سوی، له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۳م کاله پوري د امريکا پوځ د مرکزي قوماندۍ قوماندان وو. د دفاع وزارت ته د هغه انتخاب د سنا مجلس په لاس کي دی، ځکه پر يوه پست باندي ۷ کاله د متقاعد جنرال د مقررۍ اجازه نه سته.
انځور: picture alliance/AP Photo جان کلي (John Kelly) د کورني امنيت ادارې ته کانديد سوی دئ. هغه په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی او د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال دئ. د هغه يو زوی د افغانستان په جنگ کي وژل سوی دئ او خپله هم د «جنوب قوماندانۍ» عمومي قوماندان وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Balce Ceneta بن کارسون (Ben Carson) چي د مغز او اعصابو متقاعد جراح دئ، د ښار جوړولو وزارت ته کاندي دئ. هغه په گوندي انتخاباتو کي د ترمپ سيال وو. د هغه محافظه کاره ليدلوري ځان ته توجو جلب کړې ده.
انځور: Getty Images/C. Somodevilla بتسي ديواس (Betsy Devos) د زده کړو وزارت ته کانديده ده. هغه د زده کړو سيستم د خصوصي کولو پلوۍ ده. بتسي، چي د ميلياردر ريچارد ديواس له زوی «ديک» سره واده کړی، څو کاله په ميشيگان ايالت کي د جمهوري غوښتونکو گوند مشره وه او هر کال ئې له دغه گوند سره ډېري مالي مرستي کولې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/C. Kaster ۷۹کلن ويلبر راس (Wilbur Ross) چي خپله هم بانک لري، اقتصاد وزارت ته کانديد دئ. دغه ميلياردر د فولادو او ډبرو سکرو هغه شرکتونه رانيولي دي چي له ډېوالي کېدو سره مخامخ ول. هغه چي په انتخاباتو کي د ترمپ ملاتړ کاوه، ټينگار ئې کاوه چي «امريکا يوه نوي پلان ته اړتيا لري».
انځور: picture-alliance/newscom/J. Angelillo ستيون منوچين (Steven Mnuchin) د خزانې وزارت ته کانديد دئ. هغه په ۱۹۶۲م کال کي زېږدلی او د ترمپ ټيم تر ټولو ځوان غړی دئ. د هغه پلار بانک لري او پخپله هم د ونډو په بازار کي په ميليونونو ډالره پانگونه کړې ده. هغه د هاليود فيلمونو په جوړولو کي هم پانگونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kaster اندي پوزدر (Andy puzder) چي د کار وزارت ته کاندي دئ، په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه په ټوله نړۍ کي د چټو خوړو رسولو رستورانتونو اجرائيه رئيس دئ.
انځور: Reuters/File Picture/M. Segar ايلين چائو (Elaine Chao) تايوانۍ هډه امريکايي سياستواله ده چي د ترانسپورت وزارت ته کانديده سوې ده. هغه چي په ۱۹۵۳م کال کي زېږېدلې ده، د جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د کار وزارت وزيره وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kaster تام پرايس (Tom Price) د روغتيا وزارت ته کانديد دی. د هډوکو دغه ډاکتر د جورجيا ايالت په شپږمه حوزه کي د جمهوري غوښتونکو استازی وو. هغه په ۲۰۱۲م کال د امریکا د استازو مجلس ته ولاړ او له يوه کال راهيسي د بوديجې کمېسيون مشرتوب پرغاړه لري.
انځور: Reuters/J. Roberts نيکي هيلي (Nikki Haley) د ترمپ د ټيم تر ټولو ځوانه غړې ده. هغه چي په ۱۹۷۲م کال زېږېدلې ده، پتېيل سوې ده چي په ملگرو ملتونو کي به د امريکا سفيره سي. هغه له ۲۰۱۱م کال راهيسي د جنوبي کارولينای ايالت والۍ ده. د هغې مور او پلار د هند د پنجاب ايالت مهاجر ول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynolds رينس پريبس (Reince Priebus) هم په ۱۹۷۲م کال کي زېږېدلی. دغه يونانی هډه امريکايي سياستوال او وکيل به د سپيني ماڼۍ د تشکيلاتو رئيس وي. هغه اوس د جمهوري غوښتونکو گوند د ملي کمېټې مشر دئ.
انځور: Reuters/M. Segar مايک پمپئو (Mike Pompeo) د سي آی اې سازمان مشرتوب ته نومول سوی دئ. پمپئو چي په ۱۹۶۳م کال کي زېږېدلی دئ، د استازو په مجلس کي د کانزاس ايالت استازی دی. هغه د گوانتانامو زندان د تړلو مخالف دئ.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb مايک فلين (Mike Flynn) د دونالد ترمپ د ملي امنيت سلاکارۍ ته نومول سوی دئ. د امريکا د مځکنيو ځواکونو دغه متقاعد ډگرجنرال په ۱۹۵۸م کال کي زېږېدلی دئ. هغه «اسلام سرطان بللی دی.» په انځور کي له هغه سره زوی هم ښکاري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Kaster سکات پرويت (Scott Pruitt) د چاپيريال ساتني ادارې مشرتوب ته نومول سوی دئ. هغه په ۱۹۶۸م کال کي زېږېدلی دئ. پرويت له اوکلاهاما ايالت څخه د اوباما پر هغه پلان نيوکه کوله چي د پاکي انرژۍ په برخه کي ئې لاره.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik