د ترمپ او پوتين سرمشريزې پوښتنې او نيوکي راپارولې دي
۱۳۹۷ تیر ۲۶, سهشنبهد امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په هېلسينکي کي له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين، سره تر پلان سوي وخته ډیرې او د څه د پاڅه دوو ساعتونو له پاره پرته له خپلو مشاورینو او یوازې د ژباړونکو په حضور کي خبري اترې وکړي.
هغوی وويل چي د متحده ايالاتو او روسيې تر منځ پر اړيکو او پر ګڼ شمېر بحرانونو يې د نظر تبادله وکړه. تر دغه ملاقات وروسته دواړو مشرانو د سرمشريزي ستاينې وکړې او په دې نظر ول چي د دواړو اتومي قوتونو تر منځ له کلونو راهيسي په مشکل پر مخ تلونکو خبرواترو کي بيا تحرک رامنځ ته سو. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، له ترمپ سره خپل ملاقات له رسمي پلوه بريالی وباله.
پوتين د سرمشريزي وروسته خبري کانفرانس ته وويل: «زه په عمومي توګه زموږ له لومړي صحيح ملاقات څخه خوښ يم. د دې څخه تر مخه موږ يو بل لنډ ليدلي ول. موږ د ولسمشر ترمپ سره ښې خبري اتري ولرلې او زه هيله من يم چي موږ يو د بل په ښه پېژندلو پېل کړی چي له کبله يې زه له دونلد ترمپ څخه منندوی يم.»
دونالد ترمپ له پوتین سره تر خپلې لیدنې مخکي، د دې هیلې چي ګواکي په سرمشريزه کي به ښکاره نتايج په لاس راسي، کمي ښولي وې. خو تر لیدنې وروسته نوموړي خپل رضايت څرګند کړ. هغه وويل: «دغه ورځ او ساعتونه چي موږ يو د بل سره تېر کړل، ډېر رغنيز ول. دا زموږ د دواړو دولتونو په ګټه ده چي موږ خبرو اترو ته دوام ورکړو. موږ پر دې تفاهم وکړ. زه ډاډه يم چي په راتلونکي کي به موږ يو د بل سره لا زيات ملاقاتونه ولرو. هيله ده چي موږ به د ټولو هغو ستونزو په هوارولو بريالي سو چي ورباندي خبري مو وکړې.»
«د متحده ايالاتو حماقت»
د امريکا متحده ايالاتو او روسيې تر منځ اړيکي ځکه داسي خرابي وې چي ټولو لوېديځو هيوادونو د روسيې له لوري د اوکرايني نيمه ټاپو کريميا پر الحاق باندي نيوکې کولې او له کبله يې پر روسيې اقتصادي بنديزونه ولګول شول. ترمپ روښانه کړه چي دی د مخکني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کي هم پړه ويني. هغه وويل چي دغه ديالوګ بايد تر مخه لا پېل سوی وای.
د دې څخه تر مخه ترمپ ويلي ول چي دا د روسيې په وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو «حماقت» وو. ترمپ زياته کړه چي په دې ترڅ کي د ځانګړي امريکايي محقق رابرت ميولر، پلټنې هم پړنې دي. رابرت ميولر د دې پلټنې کوي چي د متحده ايالاتو د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کي روسيې استخباراتي ادارو په سايبري لاسوهنو کي څومره لاس درلود او ایا دا چې روسیې د ولسمشر دونالد ترمپ له کمپاین سره د هغه په ټاکلو کې مرسته کړې او که نه. ترمپ تل دغه څیړنه ردوي او وایي چې څیړونکي په داسې څه پسې ګرځي چې په اصل کې شتون نه لري.
ترمپ پر خپلو استخباراتي ادارو شک کوي
ترمپ او پوتين پر دې ټينګار وکړ چي د امريکا په متحده ايالاتو کي د ټاکنيز کامپاين پر وخت د روسي حکومت لاسوهنه نه وه کړې. ولاديمير پوتين بيا هغه تورونه رد کړل چي له مخي يې روسي هېکرانو د امريکا په ټاکنيز کامپاين کي مداخله کړې او ورباندي یې اغېز اچولې. خو د امريکا د متحده ايالاتو استخبارات او د (FBI) اداره او په همدې شان څارنوالي په دې نظر دي چي حد اقل ۱۲ روسيې استخباراتي کارکوونکو د هېلري کلنتن د کانديداتورۍ پر وخت د هغې د دموکرات ګوند پر مرکزي کمپيوتر بريدونه کړي ول. خو ترمپ چي د امريکايي استخباراتي ادارو سرقومندان هم دی له پوتين سره د ملاقات وروسته وويل چي دی په دې باور نه دی چي روسيې دي په ټاکنو کي مداخله کړې وي. هغه وويل: «بېلو کسانو ماته وويل چي دا د روسيې هيواد وو. خو ولسمشر پوتين ماته وويل چي په دې کي روسيې لاس نه درلود. زه صرف دا وايم چي زه داسي دليل نه وينم چي روسيه دې ولي داسي يو کار وکړي.»پر ولاديمير پوتين داسي تورونه هم دي د اروپايي دولتونو پر ټاکنيزو کامپاينونو کي د سايبري بريدونو او د خواله رسنيو له لاري مداخله کوي. خو داسي معلوميږي چي ترمپ ته يې قناعت ورکړی چي د امريکا په ټاکنيز کامپاين کي روسيې هيڅ مداخله نه ده کړې. ترمپ په دې اړه وویل: «زه د استخباراتو پر خپلو همکارانو ډیر اعتبار لرم، خو زه بايد ووايم چي ولسمشر پوتين د ردونې پر وخت ډېر ټينګار درلود. د دې تر څنګ هغه يو فوق العاده وړانديز وکړو.»
پوتين وړانديز کړی چي ځانګړی امريکايي محقق رابرت ميولر کولای سي چي د تورنو ۱۲ روسي استخباراتي کارکوونکو څخه په پوښتنو کي برخه ولري. خو په بدل کي پوتين غوښتي چي روسي چارواکو ته دې اجازه ورکړل سي چي په امريکا کي د هغه کس څخه پوښتنې وکړې چي په روسيه کي په لوړه اندازه د ماليو په نه ورکولو تورن دی.
«د ترمپ پر ضد د ثبتونو نشته والی»
د يو خبريال د پوښتنې د جوابولو په ترڅ کي دونالد ترمپ له دې څخه ډډه وکړه چي په مستقيمه توګه له ولاديمير پوتين څخه غوښتنه وکړي چي په آينده ټاکنو کي لاسوهنه ونه کړي. خو ولاديمير پوتين له خپل سيال څخه فاصله ونيوله او ويې ويل چي د ولسمشرانو په خبرو اترو کي دا نه وي مطرح چي څوک پر چا اعتبار او اعتماد کوي. د پوتين په وينا دا تمه هم باید نه وي موجوده ځکه په خبره یې ترمپ د متحده ايالاتو او پخپله پوتين د روسي فدراسيون ګټو ته ژمن دی.
ولاديمير پوتين په مسکا سره زياته کړه چي نوموړي په کي جي بي کي کار کړی او دا چل يې ښه زده دی چي څنګه د يو چا پر ضد دوسيه جوړه کړي. خو هغه وويل چي د دونلد ترمپ او يا د هغه د کورنۍ پر ضد يې هيڅ دا ډول معلومات نه دي راغونډ کړي. هغه وويل چي کله چي دونلد ترمپ د يو تجار په توګه په روسيه کي په سفر ؤ نو پوتين نه ؤ په خبر ولي چي هغه وخت يې د ترمپ په شخصيت کي دلچسپي نه درلوده. دونلد ترمپ د خپل ځان په تړاو د ځانګړې دوسيې په تړاو وويل: «زه بايد ووايم، چي که دا ډول يو شی موجود وای نو به پخوا لا رابرسېره سوی وای.»
سرمشريزه بېله ښکاره پايلو څخه
ولاديمير پوتين وويل چي د کريميا او اوکراين په موضوع کي د دواړو مشرانو دريځونه هغه زاړه پاته ول او دا چي ترمپ د کريميا الحاق ناقانونه بولي. پوتين زياته کړه چي دی البته فکر کوي چي د ولسپوښتنې په ترڅ کي د کريميا الحاق په کافي اندازه سره مشروعيت لري. د پوتين په وينا که ترمپ د اوکراين حکومت دې ته وهڅوي چي د مينسک د سولي تړون عملي کړي، نو له ډیر هرکلی سره به مخامخ شي. خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر پر دغه موضوع خاموش پاته سو. ښايي دواړو مشرانو پر دې تفاهم کړی وي چي د پخوا په پرتله د سوريې په لانجه کي لا زياته همکاري سره وکړي. زياته سوه چي په دې ترڅ کي به د دواړو هيوادونو تر منځ نظامي همکاري او په همدې شان د مهاجرو سره مرستو ته به پراختيا ورکړل سي. خو په دې تړاو کوم تړونونه يا تفاهم ليکونه لاسليک نه سول او نه هم کومي ليکل سوي فيصلې وسوې.
روسي ولسمشر وويل چي دواړو مشرانو د اتومي وسلو د محدودولو د تړونونو پر تمديدولو هم خبري وکړې. د هغه په وينا په اروپا کي د امريکا د متحده ايالاتو د توغندیو سيسټم پر نصبولو او د منځني واټن ويشتونکو توغنديو په تړاو د تړون د نقض په هکله هم د بحثونو پر دوام، خبرې وشوې. ترمپ پر دغه موضوع هم هيڅ ونه وويل.
ترمپ وويل: «دا يو ښه پېل وو.» نوموړي ته يوه تحفه هم ورکړل سوه. ولاديمير پوتين هغه ته د فوټبال د نړيوال جام يو توپ ډالۍ کړ. ترمپ وويل: «زه هيله من يم چي موږ به په ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړيوالو سياليو د کوربه توب پر وخت داسي ښه خپله وظيفه اجرا کړلای سو، لکه تاسو چي ښه اجرا کړه.»
د دغې خبري وروسته ترمپ توپ خپلې مېرمني ته ور وغورځاوه او ويې ويل چي دا زموږ د زوی بارون له پاره دی.
په هېلسينکي کي د ترمپ او پوتين د ملاقات په تړاو له متحده ايالاتو څخه ښکاره سوي لومړي غبرګونونه ډېر منفي دي. په سنا کي د دموکراتانو مشر چارلس شومر ويلي چي ترمپ خپل ځان د يو «بې فکره، کمزوره او خطرناک» کس په توګه ښودلی. د ترمپ د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند سياستو پاول راين، ويلي چي ترمپ بايد روسيه په ټاکنو کي د لاسوهنې له کبله تر زيات مسؤليت لاندي ونيسي. د استازو د جرګې دغه وياند راين په واشنګټن کي زياته کړه: «روسيه زموږ ټلوالی هيواد نه دی.»