د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي دغه غونډې تایید کړې ده خو روښانه کړې یې نه ده چې په هغې کې څه تیر شوي دي. ویل کیږي چې دغه غیر رسمي غونډې د جولای میاشتې په سر کې د G20 ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده. سپینې ماڼۍ دغه غونډې د CNN، NBC NEWS او رویترز رسنیو ته تایید کړې ده.
دواړو مشرانو د جولای پر اوومه نیټه د رسنیو پر وړاندې د دوو ساعتونو له پاره سره ولیدل. د دغې لیدنې په اړه هم ډیر بحثونه وشول. ولسمشر ترمپ بیا وروسته روښانه کړه چې پوتین د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
خو اوس داسې رپوټونه هم شته چې په دویمه لیدنه کې ترمپ له ولسمشر پوتین سره د دوو ساعتونو له پاره غږیدلی دی. په دې غونډه کې د پوتین له ژباړونکي پرته بل څوک حاضر نه وو.
د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په دې نظر دي چې روسیې د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او هڅه یې کړې ده چې ترمپ د دغو ټاکنو ګټونکی شي. همدا اوس هم د ولسمشر ترمپ د انتخاباتي تیم او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه څو بیلابیلې څیړنې روانې دي.
په وروستیو وختونو کې دا هم څرګنده شوه چې د ولسمشر ترمپ مشر زوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له یوې داسې روسي وکیلي سره لیدلي وو، چې ورته یې د هیلري کلنتن په اړه د ویجاوړونکو معلوماتو ژمنه کړې وه. د ترمپ زوی د دې وکیلې سره د لیدنې په اړه یو لړ بریښنالیکونه هم خپاره کړل، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي چې «دا له ترمپ له د روسیې او د دې هیواد د مرستې» د هڅې یوه برخه ده. وړوکی ترمپ پر دې موضوع سربیره هم د خپل پلار له یو شمیر نورو مشاورینو سره دې غونډې ته تللی وو.
ولسمشر ترمپ د خپل کار له پیلولو راهیسې له روسیې سره هغه ته د نژدې کسانو د احتمالي اړیکو له کبله تر نیوکو لاندې دی. اوس بیا هم پر ترمپ باندې نیوکې شوې دي چې که یې دغې ناستې ته خپل ژباړونکی نه وي بیولی نو د امریکا د ملي امنیت قوانین یې مات کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.02.2017):
تر ټولو زاړه واکمنان څوک دي؟
۷۰ کلن دونلد ترمپ د امریکا تر ټولو زيات عمر لرونکی ولسمشر دی. خو په نړۍ کي تر هغه زيات عمر لرونکي واکمنان هم سته. په دغه انځوريز راپور کي يې وپېژنئ: انځور: Getty Images ۸۰ کلن، سلمان بن عبدالعزيز السعود، سعودي عربستان سلمان بن عبدالعزيز السعود د سعودي د مخکني پاچا عبدالله تر مړيني وروسته د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کي د سعودي پاچا سو.
انځور: picture alliance/abaca/Depo Photos اکيهيتو لږ وخت مخکي اعلان کړی چي له واک څخه به ليري سي. هغه د خپل پلار او مخکني امپراتور هيروهيتو د مرګ وروسته په ۱۹۸۹ کال د جاپان پاچا سو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Kambayashi ۸۰ کلن، پرناب مکهرجي، هند پرناب مکهرجي په هند کي پر بيلو سياسي منصبونو وظيفه درلودلې ده. هغه د کانګريس ګوند د کانديد په توګه د ۲۰۱۲ کال د جولای مياشتي په ۲۵مه نېټه د هند ۱۴ ولسمشر وټاکل سو.
انځور: picture-alliance/dpa پاول بيا د ۱۹۸۲ کال راهيسي په افريقايي هيواد کامرون کي واکمن دی. پر نوموړي تور دی چي د واکمن کېدو راهيسي يې په دغه هيواد کي په انتخاباتو کي درغلۍ کيږي.
انځور: imago/Xinhua Afrika ۸۵ کلن، راول کاسترو، کيوبا راول مودېستو کاسترو د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د کيوبا د ملي پارلمان له لوري د هيواد د ولسمشر په توګه وټاکل سو. نوموړي د خپل ورور او اوږدمهال واکمن فيدل کاسترو څخه وروسته د هغه ځای ناستی سو.
انځور: Reuters/C. Barria ۸۷ کلن، صباح الأحمد الجابر الصباح، کوېت صباح الأحمد الجابر الصباح د کوېت پنځم امير دی. نوموړی د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د کويت واکمن سو.
انځور: Getty Images ۸۸ کلن، سلطان عبد الحليم معظم، قدح در الامن عبدالحليم معظم ۸۸ کاله عمر لري او ښايي د هيوادونو د واکمنانو تر ټولو لوی نوم هم د ده وي. د هغه بشپړ نوم داسي دی: سرالمعتصم باللہ محب الدین توانکو الحاج عبد الحلیم معظم شاہ ابن المرحوم سلطان بادلیشاہ
انځور: Reuters ۸۹ کلن، باجي السبسي، تونس باجي السبسي په ۲۰۱۴م کال د تونس د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د دې څخه تر مخه هم نوموړي تقريبا ۵۰ کاله په سياست کي تېر کړي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid ۹۰ کلنه، ملکه اليزابېت دوهمه، بريتانيا اليزابېت دوهمه د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۶ مه نېټه د بريتانيې ملکه سوه. کله چي نوموړې په ۲۰۱۷ کال ۹۰ کلنه سوه نو په بريتانيه کي خورا لوی مراسم نيول سوي ول.
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS/A. Parsons ۹۳ کلن، رابرت موګابې، زمبابوې رابرت موګابې په خپل ۹۳ کالو عمر د نړۍ تر ټولو زوړ واکمن دی. هغه د ۱۹۸۷ کال د دسامبر د ۲۲مې نيټي راهيسي د زمبابوې واک په لاس کي لري.
انځور: Reuters/P. Bulawayo