د ترمپ او پوتین د ښو اړیکو تر شا څشي پراته دي؟
ګانزل ماير مارتين / م.ق.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.03.2014):
روسیې په رسمي ډول کریمیا ونیوله
په وروستیو وختونو کې په کریمیا کې یوه ټول پوښتنه وشوه چې په پایله کې یې کریمیا په رسمي ډول روسیې پورې مربوطه شوه. د روسیې وروستیو اقداماتو پر نړیوالو سیاسي اقداماتو باندې ډیره اغیزه اچولې ده.
اوکراین د اروپايي مشرانو د بحث مهمه موضوع
د اروپايي ټولنې په سپرلنۍ غونډه کې د دغې ټولنې مشرانو د روسیې پر وړاندې پر لا نورو بندیزونو باندې خبرې وکړې. پر دې سربیره اروپايی مشرانو اعلان وکړ چې د روسیې او اروپايي ټولنې راتلونکې غونډه یې د کریمیا په اړه د مسکو د دریځ له کبله لغوه کړې ده.
پوځي کنترول
روسیه په تور سمندر کې خپل پوځي کنترول لا پراخوي. د تیرې اوونۍ په چهارشنبې ورځ (۱۹.۰۳.۲۰۱۴) یو شمیر روسي پلوو ځواکونو په دې سیمې کې د اوکرایني ځواکونو ځینې اډې تر خپل کنترول لاندې راوستې.
د اساسي قانون له مخې اقدامات
د روسیې د اساسي قانون محکمې حکم کړی دی چې کریمیا دې له روسیې سره یوځای شي. د دغه هیواد ولسمشر ولادیمير پوتین هم د سه شنبې په ورځ دغه سند لاسلیک کړ او په دې ترتیب سره کریمیا د روسیې له نظره په رسمي ډول د روسیې یوه برخه شوه.
بې له مقاومته پر شا تگ
د اوکراین د پوځ یوه چارواکي ویلي دي چې روسي پوځیان هغوی ته ورغلل او ویې ویل چې دغه اډه هغوی پورې مربوطه ده. په دې انځور کې د اوکراین د سمندري ځواکونو یو غړی خپله اډه پریږدي.
د روسیې نه بیلیدونکې برخه؟
پوتین د فدرالې روسیې شورا ته په خپله وینا کې کریمیا د خپل هیواد یوه نه بیلیدونکې برخه وبلله او پر لویدیځ باندې یې تور ولگاوه چې د اوکراین په موضوع کې له سرې کرښې تیر شوي دي.
د روسیې او کریمیا چارواکي
په دې انځور کې د روسیې او کریمیا چارواکي په داسې حال کې ښوول کیږي چې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو سند لاسلیکوي.
د راتلونکې له پاره هیلې
په داسې حال کې چې د اوکراین پوځیان له کریمیا څخه د وتلو په حال کې دي، د دې ځای روسي پلوه اوسیدونکي د خپل ژوند د ښه کیدو له پاره خوشبینه دي.
د پوتین د وینا هرکلی
په کریمیا کې په سلهاو کسانو د ولادیمیر پوتین د هغو څرگندونو هر کلی وکړ چې هغه په کې له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل اعلان کړل. د کریمیا له ۹۰ سلنه څخه ډیرو اوسیدونکو دې ته مثبه رایه ورکړه چې کریمیا دې له روسیې سره یوځای شي.
کریمیا د پوتین شهرت لا ډیر کړی دی
په کریمیا کې د ولسمشر پوتین اقدامات د هغه شهرت د یو شمیر روسانو په منځ کې لا پسې ډیر کړی دی. د کریمیا په اړه د هغه تر وینا وروسته یو شمیر روسان د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې راټول شول او د خپل ولسمشر د اقداماتو ستاینه یې وکړه.
د اوکراین هڅې
له بلې خوا اوس هم فعالان د اوکراین په پلازمینه کې سره راټولیږي، هغوی غواړي چې کریمیا د روسیې په یوې برخې باندې بدله نه شي.
اروپا ته نزدېوالی
په اوکراین کې هغه وخت وضعیت ناآرامه شو چې یو شمیر مظاهره کوونکو له اروپا سره د خپل هیواد د نزدیوالي غوښتنه وکړه. اوس د اروپايي ټولنې په غونډو کې پر دې باندې خبرې کیږي چې څرنگه اوکراین نور هم دغې ټولنې ته نزدې شي.