د ترمپ او پوتین لېدنه په «نژدې راتلونکې» کې نه کیږي
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه
د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي وويل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د لېدنې له پاره په «نژدې راتلونکې» کې هېڅ پروګرام نشته.
دغه خبر وروسته له هغې خپریږي چې د امریکا خارجه وزیر مارکو روبيو، له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ټيلفوني اړیکه درولوده.
د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي، اکسیوس او نورو امریکايي رسنیو ته وویل: «د بهرنیو چارو وزیر روبیو او لاوروف رغوونکې تلفوني اړيکه درلوده. له همدې کبله د هغوی تر منځ د بلې حضوري ناستې اړتیا نشته.»
دغه چارواکي د موضوع د اهمیت په دلیل ونه غوښتل چې نوم ېې خپور شي.
ترمپ په خپله هم وویل چې دغه ملاقات په نژدې راتلونکې کې نشي کېدای، ځکه خو نه غواړي چې دا د «وخت د ضایع کېدو» سبب شي.
د ترمپ او پوتین ناسته فعلا لغوه شوې
په پام کې وو د روبیو او لاوروف ترمنځ ټیلفوني اړیکه به په بوداپست کې د ترمپ او پوتین ترمنځ د احتمالي ناستې پیل وي.
ترمپ له پوتین سره د تېرې اوونۍ ټیلفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې تمه لري «د دوو اونیو یا زیاتې» مودې په جریان کې له پوتین سره وویني.
ترمپ له پوتین سره تر دغې اړیکې یوه ورځ وروسته، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، سره چې امریکا ته ېې سفر کړی و، په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
تر هغه وروسته، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو، ټاماهاک، انتقال تعویق ته واچاوه.
د ترمپ له طرحې د اروپايي رهبرانو ملاتړ
اروپايي رهبرانو تر دې مخکې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي ول چې په اوکراین کې د عادلانه او تل پاتې سولې له پاره په خپل شدید تمایل کې «متحد» دي.
د اروپا رهبرانو وویل چې «په پوره ځواک د ولسمشر ترمپ د جګړې د فوري پای له طرحې ملاتړ کوي» او زیاته ېې کړه چې د کنټرول اوسنۍ کرښې په اوکراین کې تر څلورو کلونو جګړې وروسته کېدای شي د مذاکراتو د پيل نقطه وي، خو هغوی تر څنګ خبرداری ورکړ چې «نړېوال سرحدونه نه باید په زور تبدیل شي.»
روسیې په هماغه ورځ اعلان وکړ چې د ترمپ او پوتین ترمنځ د کتنې د مهالویش په هکله «کومه نظریه» نه لري.
ترمپ او پوتین په اګست میاشت کې په آلاسکا کې په ېوه فوري ناسته کې ملاقات وکړ، خو دغه ملاقات په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره د پام وړ کوم پرمختګ رامنځ ته نکړ.
له آرشیف څخه: