1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ بل چارواکي برېټ مک ګورک هم استعفا وکړه

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

د دونالد ترمپ د ټيم بل کس هم ځي. د دفاع له وزير، جيم متيس وروسته اوس د «داعش» په وړاندې د چارو ځانګړي استازي، برېټ مک ګورک هم خپله استعفا اعلان کړې ده.

USA Brett McGurk
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban

د امريکا متحده آيالاتو په خارجه وزارت کې هم بدلون ليدل کيږي: د اسلامي دولت يا داعش په نوم د جهادي مليشې پر ضد د مبارزې د چارو ځانګړی استازی، برېټ مک ګورک هم له خپلې دندې په شا کيږي. دغه خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کړې ده. مک ګورک به خپله وظيفه د دسمبر مياشتې په ۳۱ مه نېټه پرېږدي. دغه خبره د بهرنيو چارو د وزارت يوه چارواکي وکړه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي. دغه پرېکړه يوازې درې ورځې وروسته له هغه اعلان شوه چې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، تر مخه له سوريې څخه د ۲۰۰۰ عسکرو د ايستلو خبره کړې وه. ترمپ له سوريې څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو په استدلال کي ويلي ول چي ګواکي داعش ډله ماته شوې ده.

مک ګورک: د داعش ضد جنګ پای ته نه دی رسېدلی

ځانګړی استازی مک ګورک د دموکراتانو ګوند پورې مربوط د پخواني ولسمشر، بارک اوباما، له خوا مقرر شوی وو. يوازې يو څو ورځې مخکې له دې چې ترمپ له سوريې څخه د وتلو دليل د داعش ماتې وښيي، مک ګورک هم ويلي ول چې «هيڅوک» د دغې جهادي ډلې پر ضد په مبارزه کې «د بشپړ شوي ماموريت» په هکله خبرې نه شي کولای. په دې ترڅ کې ترمپ له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان تر اعلانولو او تر سختو انتقادونو وروسته په خپلو الفاظو کې تغير راوستی دی. هغه په تويتر کې وليکل چې داعش ډله «تر ډېره» ماته شوې ده. د ترمپ په خبره اوس نور هېوادونه لکه ترکيه بې له مشکلاتو کولای شي چې د دغه تروريستي سازمان له پاتې شونو سره وجنګيږي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي روان جنګ په ۲۰۱۹ کال کې يو نوي پړاو ته داخل شي. سره له دې چې د بشار الاسد حکومت لا تقريبا قدرتمن دی، خو اوس د قدرت په سر نوې شخړه هم راولاړېدای شي. 

آيا په سوريه کې به د امريکايانو تر وتلو وروسته د قدرمت په سر نوې شخړې راولاړې شي؟

د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به څه کيږي؟

د امريکايي عسکرو شا تګ لومړني تدابير اوس لا نيول شوي دي. خو د سوريې له پاره به دا ښايي ډېر ژور عواقب ولري. په داسې حال کې چې د نړيوالو لوبغاړو لکه روسيې، متحده آيالاتو، ايران او ترکيې د نفوذ او واک ساحې تر ډېره معلومې وې، ښايي اوس پکې ډېر بدلونونه راشي. متحده آيالات داسې يوه تشه شا ته پرېږدي چې ياد هېوادونه به يې د ډکولو ډېر کوښښ وکړي. ترکيه په اوس وخت کې ډېره علاقه لري څو په تېره د سوريې په شمال کې خپله د کنترول ساحه پراخه کړي. دا هغه سيمه ده چېرته چې اکثراً کردان اوسيږي. ايران به ښايي هڅه وکړي چې د دمشق په شاوخوا کې خپل نفوذ ډېر کړي او د سوريې او اسرائيل د ګډې پولې په اوږدو کې هم خپل اغېز پسې وغځوي. روسيه به خپل حضور په ځينو خاصو ځايونو لکه د سمندري ځواک په تارتوس نومي بندر پورې متمرکز کړي. دا چې مسکو به د تر اوسه پورې فعالې داعش ډلې پر ضد په مبارزه کې څومره ونډه واخلي، لا معلومه نه ده. د دې انظار هم کيږي چې روسيه به هڅه وکړي چې د سوريې له لارې په عمومي توګه په نژدې ختيځ کې خپل نفوذ پراخ کړي. خو دا لا هم څرګنده نه ده چې اسرائيل به دغه نوي وضعيت ته څه ډول غبرګون وښيي. داسې ښايي چې دغه هېواد به خپلو سرحداتو ته نژدې د ايران حضور پرې نه ږدي چې کېدای شي په اقداماتو لاس پورې کړي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب