1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ خور: ترمپ «درواغجن» او «ظالم» دی

۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په خپل کور دننه له شدیدو مخالفتونو سره مخ شوی دی. د هغې خور مېري اېن ترمپ ويلي دي چې ترمپ هيڅ اصولو ته پابنده نه دی او «هيڅ کتاب نه لولي.»

USA Richterin Maryanne Trump Barry | Schwester von Präsident Trump
انځور: Imago Images/UPI

د ترمپ تر ټولو مشرې خور، مېري اېن ټرمپ بيري، د دونالد ترمپ حکومت د مهاجرت سياست په تړاو پر خپل ورور نیوکه کړې او هغه ته يې د «درواغجن» او «ظالم» الفاظ کارولي. هغې زياته کړې ده چې ولسمشر ترمپ په خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي، ځکه خو اعتماد کول ورباندې ممکن نه دی.

مېري اېن ترمپ بيرې، په دې باور ده چې د ولسمشر ترمپ د مهاجرت سیاست، کم عمره ماشومان له خپلو والدينو څخه جلا او په توقیف ځايونو کې يې اچوي. د هغې په خبره، دونالد ترمپ هيڅ اصولو ته پابند نه دی او هغه دغه سياست د خپلو رای ورکونکو د خوشاله کولو له پاره عملي کوي.

د ترمپ خور دغه خبرې له خپلې وريرې، مېري ترمپ سره په يوه ټليفوني اړیکه کې کړي چې په پټه ثبت او اوس افشا شوي دي. ويل شوي چې دغه مکالمې په ۲۰۱۸م کې ثبت شوې ده. ترمپ هغه مهال ټينګار کاوه، چې هر هغه مهاجر چې په غیرقانوني توګه د امريکا خاورې ته داخليږي باید ماشومان یې له والدينو جلا او په ځانګړو توقیف ځایونو کې واچول شي.

د دغې مکالمې تفصيلات، د شنبې په ورځ (د اګست ۲۲مه) په واشنګټن پست ورځپاڼه کې خپاره شوي دي.

کيڼ لور ته دونالد ترمپ ورور، رابرت ترمپ، منځ کې يې خور مري اين ترمپ بیري او دونالد ترمپ - پخوانی انځورانځور: picture-alliance/Globe-Zuma/S. Moskowitz

مېري اېن ترمپ، خپلې وريرې سره په ټيلفوني اړيکه کې ترمپ یو بې اصوله شخص ښودلی دی. هغې د امريکا د ولسمشرۍ حساس مقام ته په اشارې ويلي دي چې ورور يې په هيڅ صورت کې د دغه ډول یو سیاسي مقام مسئوليت منلو ته تیاری نه درلود. میرمن ترمپ د خپلې وريرې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ترمپ نو په دې تړاو کوم کتابونه مطالعه کول؛ ويلي دي چې «هغه هيڅ کتاب نه لولي.»

۸۳ کلنه مېري اېن ترمپ له يوې وکيلې علاوه، نژدې دولس کاله يوه لوړپوړې قاضي هم پاتې شوه وه چې روان کال (۲۰۲۰) کې له دغې دندې تقاعد شوه.

د مېري اېن ترمپ او وريرې تر منځ په دغې ثبت شوې ټيلفوني اړيکه کې پر دې هم بحث شوی چې دونالد ترمپ د پوهنتون د داخلې په آزموينه کې یو بل کس ته پيسې ورکړې وې او هغه کس د ده پر ځای په آزموينه کې ناست وو. مریان ترمپ زیاته کړې چې دونالد ترمپ د پنسلوانيا پوهنتون ته د همدغې آزموينې په پايله کې کامیاب شو چې په پيسو راوستلي کس يې پر ځای امتحان ورکړی وو. هغې ويلي چې د دغه کس نوم یې اوس هم په ياد دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او سپينې ماڼۍ د دغې خفيه ثبت شوې مکالمې په اړه د دغه رپوټ د خپريدو تر وخته څه نه دي ويلي.

دویچه وله فارسي/اردو/م.ک.ص./ا.ا.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب