1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ترمپ د ادارې درې مهم غړي په کرونا اخته شوي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د امريکا متحده ایالاتو درې مهم چارواکي په کرونا اخته شوي دي. یوه د هغو څخه د امریکا د جمهورریس مرستیال مشاوره کېتي میلر ده، چي هم یې د ترمپ او هم مایک پېنس سره تماس درلود. اوس نو دواړه باید هره ورځ د کرونا ټِست وکړي.

USA | Katie Miller | Pressesprecherin Mike Pence
انځور: Reuters/J. Ernst

د سي ان ان شبکې د رپوټ په حواله، په دغو درو لوړپوړو امريکايي چارواکو کې يو يې انتوني فاوچي دی. فاوچي د کرونا بحران پر ضد د مبارزې په ټيم کې د سپينې ماڼۍ مهم مشاور دی. دی د ۷۹ کلونو دی او د شنبې ورځې راهیسې په کورني قرنطين کې دی.

واشنګتن پوست د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د امريکا د ناروغيو د مخنيوي او کنترول د مرکز رئيس، رابرت ريدفيلد به هم د دوو اوونيو له پاره له کوره کار کوي. ريدفیلد د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې له يوه داسې کس سره چې د ناروغۍ «لږ خطر درلودونکی» ښودل شوی، سره ليدلی وو. واشنګتن پوست ويلي دي چې رابرت ريدفيلد د ۶۸ کلونو دی.

د امريکا د غذا او درملو د ادارې (FDA) کمیشنر ستيفن هان هم د دوو اوونيو له پاره ځان قرنطين کړی دی.

انتونې فاوچي له ترمپ سرهانځور: Imago Images/Media Punch/O. Contreras

د دغې ادارې يوه وياند وويل: «څرنګه چې ډاکټر هان نن خپلو همکارانو ته په يوه لیک کې ليکلي، هغه تازه د يوه داسې کس سره په تماس کې شوی وو چې د کوويډ-۱۹ آزموينه يې مثبت ده. هغه اوس د دوو اونيو له پاره په قرنطين کې دی.»

داسې رپوټ هم ورکړل شوی چې ستيفن هان د ترمپ د مرستيال مايک پئنس د مطبوعاتې سکرترې، کتي ميلر سره په تماس کې شوی وو.

ميرمن ميلر، د مهاجرو په چارو کې د ترمپ د ارشد سلاکار او وينا ليکونکي، ستيفن ميلر ښځه ده. د هغې د کرونا آزموينه د جمعې په ورځ مثبته ختلې وه. دغه کار په سپينه ماڼۍ کې د کرونا ويروس د خپريدو د احتمال د خطر زنګ وهلی دی. ميلر د جمعې په ورځ د ترمپ د جمهوري غوښتونکو په يوې غونډه کې ګډون کړی وو او احتمال يې شته چې انتوني فاوچي هغه وخت له ميلر سره په تماس کې شوی وي.

دغه راز د دونالد ترمپ د مرستيال، مايک پئنس ته د يو نژدې کس په اړه هم ويل شوي چې د کرونا آزموينه یې مثبته ختلې ده.

سپېنې ماڼۍ تراوسه پوري د انتوني فاوچي قرنطين ته د تلو په اړه څه نه دي ويلي.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ق. ن

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب