د [اروپايي ټولنې] په دې لیست کې له بوربون [یو ډول الکول] او آبي رنګه جینز یا پتلونونو نه نیولې تر د هارلي داویدسن موټرسایکلونو پورې تولیدات شامل دي.
یونکر همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې: «موږ دلته یو، او دوی به مو وپیژني. موږ غواړو چې له متحده ایالاتو سره په خپلو اړیکو کې معقول اوسو، مګر موږ داسې نه شو کولی چې خپل سرونه په ریګ کې داخل کړو.»
د اروپايي ټولنې یاد کمیسیون همدا راز ټینګار کړی چې هر راز ځوابي اقدامات به د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له خوا د معرفي شوو قوانینو په رڼا کې وي.
په عین وخت کې د فولادو اروپايي ټولنې یا د ایروفر په حواله، په ۲۰۱۷م کال کې د اروپا د فولادو د ټولو صادراتو له جملې څخه امریکا ته شاوخوا ۱۵ فیصده فولاد صادر شوي، په داسې حال کې چې اروپا له امریکا څخه یوازې ۱ فیصد فولاد وارد کړی دی.
فرانسه، آلمان او بریتانیا هم ځواب ورکوي
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د ماليې وزیر برونو لومیر ویلي چې هغه په پام کې لري چې د ولسمشر ترمپ د وړاندیز شوي پلان د ځواب د څرنګوالي په هدف له خپل بریتانوي او آلماني سیالانو سره خبرې اترې وکړي.
لومیر د فرانسې په پلازمینه پاریس کې خبریالانو ته وویل: «متحده ایالات باید په دې وپوهیږي چې که چیرته دغه یوه اړخیزه پریکړه ادامه او یا تائید شي، دا به د اروپايي ټولنې له لوري یو همغږی، غښتلی او ګډ ځواب له ځانه سره ولري.»
په ورته وخت کې د ولسمشر ترمپ د تعرفې د لوړوالي د اقدام په هکله د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم اندیښنه څرګنده کړې. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا «ډبلیو. ټي. او» مشر روبیرتو ازویدو ویلي چې د هغه اداره په واضح ډول د ترمپ د تهدید له امله اندیښمنه ده. نوموړی زیاتوي چې سوداګریزه جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا «آی. ایم. ایف» هم د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د ولسمشر ترمپ د تعرفې د لوړوالي اقدام به د متحده ایالاتو او همدا راز نور نړیوال اقتصادونو ته زیان ورسوي. د آی. ایم. ایف سازمان ویاند ګیري رایس په دې هکله ویلي چې: «د امریکا د ولسمشر له لوري مهم اعلان شوي محدودیتونه به ښايي نه یوازې له متحده ایالاتو بهر اقتصادونه بلکه په خپله د متحده ایالاتو اقتصاد ته هم زیان ورسوي.»
ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر
ترمپ د رهنمای معاملالت یو شرکت درلود، یو مؤلف وو چي کتابونو یې ډیر خرڅیدل او یو تلویزیوني ستوری وو. هغه دا دی اوس د امریکا متحدو ایالاتو ۴۵م ولسمشر سو. دونالد ترمپ د ډیرو کسانو له پاره یوه خندونکې څېره وه.
په دغه کال ترمپ په اتلانتیک سیتي کي یوه قمارخانه پرانیستله. دا د هغه له ډیرو پانگونو څخه یوه وه چي دغه میلیونر یې میلیاردر کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/M. Lederhandler
د ترمپ پلار، فریدریک سرمایه
ترمپ ته د تجارتي معاملو له پاره پیسې د هغه له پلاره فریدریک، څخه میراث پاته سوي. په اول سر کي یې یو میلیون امریکايي ډالر ورکړې او په ۱۹۹۹م کال کي د پلار تر مرگ وروسته، ترمپ او د هغه درو ورونو او خویندو ته څلور میلیونه یورو په میراث پاته سوې.
انځور: imago/ZUMA Press
د میلیاردونو معاملې
ترمپ په عصبانیت سره پانگونه کوله، که څه هم په وار وار سره یې تاوانونه کړي خو بیا ئې هم هر وخت بریالیتوب لاره. د مثال په ډول په نیویارک سیتي کي د ترمپ برج. نن ورځ ترمپ خپله سرمایه لس میلیارده امریکايي ډالر ښيي. خو کارپوهان بیا د هغه د سرمايي یو پر دریمه برخه رښتیني بولي.
انځور: Getty Images/D. Angerer
ډیر هوښیارانه
دغه جمله ترمپ د ځان په هکله ویلې ده. هغه هم له دې کبله چي ترمپ د فیلادلفیا په یوه ځانگړي پوهنتون کی تحصیل کړی دی. هغه په ۱۹۶۸م کي د نوموړي پوهنتون څخه د «bachler» شهادتنامه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.J. Harpaz
کپتان ترمپ
مخکي تردې د ترمپ پلار هغه په دیارلس کلنۍ کي یوې پوځي لیلیې ته واستاوه. هغه باید هلته دسپلین زده کړي وای او د خپلو زده کړو په وروستي کال کي حتی د صاحب منصبۍ رتبې ته هم ورسېد. ترمپ په دې هکله وايي چي هلته یې ډیر پوځي تمرینات کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/
د ویتنام له جگړې معافېدل
ترمپ وکولای سول د ویتنام په جگړه کي په برخه نه اخيستلو بريالی سي. دغه ورزشکار د پښې په پونده کي د یوې ناروغي له امله ځان له عسکرۍ خدمت څخه معاف کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د ترمپ لومړۍ مېرمن، ایوانا
ترمپ په ۱۹۷۷م کال کي له چکسلواکۍ ماډلې «ایوانا زیلینچکووا» سره واده وکړ. له هغې سره د درو اولادونو خاوند سو ، خو تل به یې د نورو ښځو سره د اړیکو لرلو په اړه خبري کیدلې. له همدې کبله به یې کورنی ژوند ددغه ډول گونگوسو تر سیوري لاندي وو.
انځور: Getty Images/AFP/Swerzey
دوهمه کورنۍ
په۱۹۹۰م کال کي ترمپ له خپلي مېرمنې ایوانا څخه جلا او د خپلي دوهمې ښځي مارلا، سره یې چی ۱۷ کاله تر هغه کشره وه، واده وکړ. له هغې سره د يوې لور (تیفاني) خاوند سو.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo
نجوني، نجوني
ترمپ نه یوازي له خپلي مېرمني سره په عام محضر کي راښکاره کېد، بلکي زیاتره وخت به یې د ښکلا د ملکې په سیالیو کی هم برخه اخیستله او له ځوانو ماډلانو سره به څنگ پر څنگ ولاړ وو. له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوری په متحدو ایالاتو کي حتی د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالۍ هم په هغه پوري اړه درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Lemm
ترمپ د سیاست په ډگر کي
په اصل کي ترمپ پخوا له سیاست سره ځان دومره ډیر نه دی مصروف کړی. خو بیا یې هم د ۲۰۱۵م کال د جون پر۱۶ اعلان وکړ چي ځان یې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی دی. د هغه شعار دا وو «بیا هم امریکا ستره کړی». هغه خپل انتخاباتي کمپاین، مهاجرو، مسلمانانو، ښځو او خپلو حریفانو ته په توهین آمیزو څرگندونو سره پیل کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane
د ولسمشرۍ لیاقت
آیا له دغه عوامپاله او پر ځان مین سړي څخه به د آزادي نړۍ یو لارښود جوړ سي؟ زیاتره کسان تر اوسه لا دا تصور نه سي کولای. خو د دونالد ترمپ ژوند ليک دا ښيي چي دغه سړی د «کمیلیون» په شان ځان ته بدلون ورکولای سي.