1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د «اوربند» غوښتني ته د طالبانو غبرگون

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د افغانستان د معلوماتو له مخې د امریکا جمهوررئيس د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبري د پیلیدو تر مخه پر یوه اوربند باندې ټینګار کړی. خو طالبانو ویلي دي چي بې له افغان حکومته له ټولو اړخونو سره خبرو ته حاضر دي.

Afghanistan | Sabiullah Mudschahid, Sprecher der Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/epa/Stringer

دغه خبره د طالبانو یوه ویاند د المان خبري آژانس (ډي پي اې) ته کړې او ویلي یې دي چي د افغانستان په قضیه کي د ذیدخلو اړخونو سره به خبري هغه وخت پیلوي، کله چي امریکايي قواوي له افغانستان څخه ووزي. هغوی افغان حکومت د غربیانو د«لاس آله» بولي. 

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتي ۲۲ مه نیټه)  خبر ورکړ، چي د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ د افغانستان له جمهور رئيس اشرف غني سره تیره شپه تلیفوني خبري کړي. د هغه په خبره جمهور رئیس غني د افغان حکومت د سولې د اووه ماده ییز پلان په اړه د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته معلومات وړاندې کړل. زیاته سوې چې دونالد ترمپ د دې په مقابل کې »د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار وکړ« او زیاته یې کړه: »د دې له پاره چې د سولې پروسه بریالۍ سي، پکښې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پېل سي.«

انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د متحده ایالاتو جمهور رئيس د همدې کال په سپتمبر میاشت کي د طالبانو سره د یوه ممکنه توافق تر رامنځته کیدو لږ دمخه مذاکرات ختم اعلان کړل. ویل کيږي چي د هغه دلیل په کابل کي هغه یوه حمله وه، په کوم کي چي پر یو شمیر نورو کسانو سربیره یو امریکايي عسکر ووژل سو. د سولي د خبرو تر قطع کیدو راوروسته طالبانو تل د امریکایانو سره د مذاکراتو بیرته شروع کیدو ته امادگي ښووله.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل