د افغانستان له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ د ستراتيژي د مهم ټکو څخه د نورو زیاتو سرتیرو د استولو تر څنگ پاکستان ته گواښ دی چې د تروریزم ضد مبارزه کې له «رښتینوالي» څخه کار واخلي. آیا دغه گواښ به کومه نتیجه ورکړي؟ اروپایان د دې ستراتیژی په هکله څه وايي؟ عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پر دی موضوع خبرې کوي.