والستریت ژورنال د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ملي امنیت مشاور جنرال مایکل فلن، اوس له روسي چارواکو سره د اړیکې په سبب تر استخباراتي څېړنو لاندي دی.
لا تر اوسه پورې د څیړنې پایلې او یا دا چې هغه اوس هم جریان لري او که نه روښانه نه دي. خو مایل فلن، د سپینې ماڼۍ د هغو لوړپوړو چارواکو په ډله کې وو چې د یکشنبې په ورځ یې د لوړې مراسم ترسره کړل.
د فلن په اړه هغه وخت پوښتنې رامنځ ته شوې چې هغه له روسي ټلویزیون «Russia Today» څخه پیسې ترلاسه کړې او بیا له ولادیمیر پوتین سره پر یوه مېز راڅرګند شو.
په رپوټونو کې دا هم راغلي دي چې فلن په امریکا متحدو ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره تر هغه یوه ورځ مخکمې چې بارک اوباما د روسیې پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړ، څو وارې اړیکه نیولې ده.
د ولسمشر دونالد ترمپ ویاند شین سپایسر، ویلي دي چې فیلن په واشنګټن کې د روسیې استازي ته یوازې د کریسمس او نوي کال مبارکي ویلي ده. که څه هم د ملي امنیت مشاور په کابېنه کې کوم رسمي دنده نه لري، خو ولسمشر ته ډیر نزدي کس بلل کیږي او د ولسمشر پر پریکړو باندي اغیزه لري.
فلین تر دې مخکې په افغانستان او عراق کې دنده ترسره کړې ده او پخوا یې داسې خبري کړې وې چې د منتقدینو په خبره «د اسلام پر ضد» بلل کیدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه امریکایي پوځي بیا د چین او روسیې پر وړاندې یو څه نرم موقف لري.
نور مطالب:
د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ تقريباً ټولو وزارتونو او مهمو پستونو ته کانديدان معرفي کړي دي. د دوی ډېری سپين پوستان او شتمن دي. د ترمپ د حکومت ملگري په انځورونو کي:
انځور: picture-alliance/ZUMA د امريکا راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ اوس تقريباً د ټولو وزارتونو او مهمو پستونو له پاره کانديدان معرفي کړي دي. که لنډ وويل سي، نو هغه اکثره سپين پوستان، شتمن او غيرسياسي خلک دي.
انځور: picture-alliance/ZUMA مايک پنس (Mike Pence) د جمهور رئيس مرستيال معرفي سوی دئ. هغه د ترمپ د ټيم يو له محدودو کسانو څخه دئ، چي سياسي تجربه لري. پنس ۱۲کاله د مجلس استازی وو او له ۲۰۱۳م کال راهيسي د اينديانا ايالت والي دئ.
انځور: Reuter/S. Morganرکس تيلرسون (Rex Tillerson) بهرنيو چارو وزارت ته کانديد دی او ديپلوماتيکه تجربه نه لري. د اکسون موبيل نفتي کنسرن د مديره هيئت دغه ۶۴کلن غړی له روسيې سره ښې اړيکي لري او پوتن هغه ته د «دوستی مډال» ورکړی دئ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Baloutجف سشنز (Jeff Sessions) عدليې وزارت ته کانديد دئ. د آلاباما ايالت دغه سناتور په ۱۹۴۶م کال کي زېږېدلی دئ. هغه د مهاجرت د کنترول غوښتونکی دئ. ۳۰ کاله دمخه پر هغه باندي د نژادپالني تور د دې سبب سو چي د فدرالي قاضي مقام ته و نه رسېد.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadجميز متيس (James Mattis) دفاع وزارت ته کانديد دئ. د سمندري ځواکونه دغه متقاعد جنرال په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه چي د «ليوني سپي» په مستعار نوم پېژندل سوی، له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۳م کاله پوري د امريکا پوځ د مرکزي قوماندۍ قوماندان وو. د دفاع وزارت ته د هغه انتخاب د سنا مجلس په لاس کي دی، ځکه پر يوه پست باندي ۷ کاله د متقاعد جنرال د مقررۍ اجازه نه سته.
انځور: picture alliance/AP Photoجان کلي (John Kelly) د کورني امنيت ادارې ته کانديد سوی دئ. هغه په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی او د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال دئ. د هغه يو زوی د افغانستان په جنگ کي وژل سوی دئ او خپله هم د «جنوب قوماندانۍ» عمومي قوماندان وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Balce Cenetaبن کارسون (Ben Carson) چي د مغز او اعصابو متقاعد جراح دئ، د ښار جوړولو وزارت ته کاندي دئ. هغه په گوندي انتخاباتو کي د ترمپ سيال وو. د هغه محافظه کاره ليدلوري ځان ته توجو جلب کړې ده.
انځور: Getty Images/C. Somodevillaبتسي ديواس (Betsy Devos) د زده کړو وزارت ته کانديده ده. هغه د زده کړو سيستم د خصوصي کولو پلوۍ ده. بتسي، چي د ميلياردر ريچارد ديواس له زوی «ديک» سره واده کړی، څو کاله په ميشيگان ايالت کي د جمهوري غوښتونکو گوند مشره وه او هر کال ئې له دغه گوند سره ډېري مالي مرستي کولې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/C. Kaster۷۹کلن ويلبر راس (Wilbur Ross) چي خپله هم بانک لري، اقتصاد وزارت ته کانديد دئ. دغه ميلياردر د فولادو او ډبرو سکرو هغه شرکتونه رانيولي دي چي له ډېوالي کېدو سره مخامخ ول. هغه چي په انتخاباتو کي د ترمپ ملاتړ کاوه، ټينگار ئې کاوه چي «امريکا يوه نوي پلان ته اړتيا لري».
انځور: picture-alliance/newscom/J. Angelilloستيون منوچين (Steven Mnuchin) د خزانې وزارت ته کانديد دئ. هغه په ۱۹۶۲م کال کي زېږدلی او د ترمپ ټيم تر ټولو ځوان غړی دئ. د هغه پلار بانک لري او پخپله هم د ونډو په بازار کي په ميليونونو ډالره پانگونه کړې ده. هغه د هاليود فيلمونو په جوړولو کي هم پانگونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kasterاندي پوزدر (Andy puzder) چي د کار وزارت ته کاندي دئ، په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه په ټوله نړۍ کي د چټو خوړو رسولو رستورانتونو اجرائيه رئيس دئ.
انځور: Reuters/File Picture/M. Segarايلين چائو (Elaine Chao) تايوانۍ هډه امريکايي سياستواله ده چي د ترانسپورت وزارت ته کانديده سوې ده. هغه چي په ۱۹۵۳م کال کي زېږېدلې ده، د جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د کار وزارت وزيره وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kasterتام پرايس (Tom Price) د روغتيا وزارت ته کانديد دی. د هډوکو دغه ډاکتر د جورجيا ايالت په شپږمه حوزه کي د جمهوري غوښتونکو استازی وو. هغه په ۲۰۱۲م کال د امریکا د استازو مجلس ته ولاړ او له يوه کال راهيسي د بوديجې کمېسيون مشرتوب پرغاړه لري.
انځور: Reuters/J. Robertsنيکي هيلي (Nikki Haley) د ترمپ د ټيم تر ټولو ځوانه غړې ده. هغه چي په ۱۹۷۲م کال زېږېدلې ده، پتېيل سوې ده چي په ملگرو ملتونو کي به د امريکا سفيره سي. هغه له ۲۰۱۱م کال راهيسي د جنوبي کارولينای ايالت والۍ ده. د هغې مور او پلار د هند د پنجاب ايالت مهاجر ول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynoldsرينس پريبس (Reince Priebus) هم په ۱۹۷۲م کال کي زېږېدلی. دغه يونانی هډه امريکايي سياستوال او وکيل به د سپيني ماڼۍ د تشکيلاتو رئيس وي. هغه اوس د جمهوري غوښتونکو گوند د ملي کمېټې مشر دئ.
انځور: Reuters/M. Segarمايک پمپئو (Mike Pompeo) د سي آی اې سازمان مشرتوب ته نومول سوی دئ. پمپئو چي په ۱۹۶۳م کال کي زېږېدلی دئ، د استازو په مجلس کي د کانزاس ايالت استازی دی. هغه د گوانتانامو زندان د تړلو مخالف دئ.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loebمايک فلين (Mike Flynn) د دونالد ترمپ د ملي امنيت سلاکارۍ ته نومول سوی دئ. د امريکا د مځکنيو ځواکونو دغه متقاعد ډگرجنرال په ۱۹۵۸م کال کي زېږېدلی دئ. هغه «اسلام سرطان بللی دی.» په انځور کي له هغه سره زوی هم ښکاري.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Kasterسکات پرويت (Scott Pruitt) د چاپيريال ساتني ادارې مشرتوب ته نومول سوی دئ. هغه په ۱۹۶۸م کال کي زېږېدلی دئ. پرويت له اوکلاهاما ايالت څخه د اوباما پر هغه پلان نيوکه کوله چي د پاکي انرژۍ په برخه کي ئې لاره.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik