د امریکا متحده ایالاتو لومړۍ میرمن میلانیا ترمپ پر خپل میړه ډیر نفوذ لري. د ترمپ له لور ایوانکا سره د هغې ستونزمن مناسبات یو له هغو رازونو څخه دی چې د میلانیا په تازه بیوګرافۍ کې خپاره شوي دي.
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د لومړۍ میرمن میلانیا ترمپ په ژوندلیک کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی له ترمپ او د هغه له کورنۍ سره د میلانیا پر اړیکو رڼا اچول شوې ده.
دا کتاب چې مخکې له خپریدو څخه د لومړۍ میرمنې له خوا تائید او لاسلیک شوی نه دی، د میرمن بینیت کیت له خوا چې د «سي ان ان» تلویزوني شبکې خبریاله او د ترمپ له مخالفينو څخه ده، لیکل شوی دی.
د سي ان ان خبریالې بینیت کیت، د میلانیا بیوګرافي په کتاب کې د نورو برخلاف چې وايي میلانیا د ترمپ په اسارت کې یوه ښځه ده، نوموړۍ د خپل میړه قرباني نه بولي او هغه یي د یوې آزادې ښځې په توګه ستایلې ده او لیکلي يي دي: «هغه هیڅ کله آزادیدو ته اړتیا نه لري.»
آژانسونه/ش.ن/ب.ص
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
«ابو ايوانکا» په سعودي عربستان کي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د ولسمشر کېدو وروسته و بهر ته لومړی سفر دی. دا چي هغه لومړی سعودي عربستان ته ورځي، د دواړو اړخونو له خوا يو سمبوليک او مهم اقدام بلل کيږي.
انځور: picture alliance/dpa/E.Vucci
لومړی په رياض کي
دونلد ترمپ د ولسمشر په توګه خپل لومړی سفر و سعودي ته وکړ. په رياض کي د هغه د ښه راغلاست له پاره ځانګړي مراسم نيول سوي ول.
انځور: Reuters
۹ ورځي سفرونه
دونلد ترمپ به ۹ ورځي پرله پسې و سعودي عربستان، اسرائيل، واټيکان او وروسته د ناټو غونډي ته سفر وکړي. په دغه سفرونو کي به هغه د زياتو دپلوماتيکو ننګونو په هکله جواب ويلو ته اړ وي.
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Vucci
د مېرمني سره
د ترمپ مېرمنه ميلانيا ترمپ هم د هغه سره په دغه سفر کي ملګرې ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Vucci
د شاه سلمان له خوا ښه راغلاست
د ترمپ د ښه راغلاست له پاره پخپله د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو سره حاضر سوی ؤ.
انځور: Reuters/J.Ernst
ستړې مه شې
شاه سلمان د دونلد ترمپ د الوتکي ځينو ته نژدې د ښه راغلاست له پاره ورغلی ؤ.
انځور: Reuters/J.Ernst
لومړی روغبړ
کله چي دونلد ترمپ د خپلې مېرمني ميلانيا سره له الوتکې راکښته سو نو شاه سلمان هغه ته د ستړې مه شې لاس ورکړ او وروسته يې د ميلانيا سره هم د لاس روغبړ وکړ. دا لومړی ځل دی چي دغه دوه مشران په مستقيمه توګه سره ويني.
انځور: Reuters/J.Ernst
مهم موضوعات
يو شمېر عربي ژبو رسنيو و سعودي عربستان ته د دونلد ترمپ لومړی سفر ډېر مهم بللی دی. بعضو دغو رسنيو په خپلو مطالبو کي هغه ته «ابو ايوانکا» يا د ايوانکا د پلار خطاب هم کړی دی. نوموړی به په سعودي کي پر مهمو موضوعاتو خبري وکړي.
انځور: Reuters/B. Algaloud
ترهګري
په پام کي نيول سوې چي دونلد ترمپ به د سعودي عربستان د دولت سره د ترهګرۍ په تړاو تفاهم ليک امضا کړي.
انځور: Reuters/J.Ernst
اقتصادي تړونونه
سعودي عربستان د امريکايي وسله جوړونکو شرکتونو تر ټولو مهم خريدار هيواد بلل کيږي. اټکل کيږي چي دغه موضوع به هم و سعودي ته د ترمپ د سفر له اجندا څخه يوه وي.
انځور: Reuters/J.Ernst
د عربي هيوادونو ټلواله
بعضو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي چي ترمپ غواړي د عربي هيوادونو يو ټلواله رامنځ ته سي تر څو امريکا يې د ايران پر ضد په سيمه کي تقويه کړلای سي.
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Vucci
بهرنی سياست
په داسي حال کي چي دونلد ترمپ په کورني سياست کي د يو شمېر ننګونو او لانجو سره مخامخ دی، کتونکي اټکل کوي چي ښايي هغه اوس غواړي د بهرني سياست له لاري لاس ته راوړنې ولري.
انځور: Reuters/Saudi Royal Court
اسرائيل
اسرائيل به د دونلد ترمپ د سفرونو په لړۍ کي دويم مقام وي. په داسي حال کي چي هغه د ولسمشرۍ له پاره د کانديدۍ په وخت د منځني ختيځ په هکله خبري نه کولې، اوس غواړي هلته د سولي خبرو اترو ته د لاره هوارولو هڅه وکړي. دغه موضوع به د سعودي عربستان سره هم مطرح کيږي.