د ترمپ په وینا کې د لاسوهنې له امله د بي بي سي بخښنه
۱۴۰۴ آبان ۲۳, جمعه
بي بي سي مخکې له دې د "پانوراما" د خپرونې په یوه برخه کې، د ترمپ د وینا ځینې برخې داسې یو د بل څنگ ته ایښودلې وې چې گواکي هغه د امریکا د کانگرس پر ودانۍ له برید څخه دفاع کړې ده.
د بي بي سي، له خوا د رسمي بخښنې غوښتل په داسي یوه وخت کې رامنځته کیږي چې د ترمپ وکیلانو مخکې له دې، نوموړې شبکه گواښلې وه چې له بخښنې او رسمي انکار له اعلان او همدارنگه د غرامت له ورکولو پرته به له دغې شبکې شکایت وکړي او د یو میلیارد ډالرو غرامت ورکولو غوښتنه به وکړي.
د ترمپ د وینا په لاسوهنه کې د بي بي سي، اقدام پس له هغه مطرح سو، کله چې د ديلې گراف ورځپاڼې، ورته ایدیټ سوې ویډیو په ۲۰۲۲م کال کې د "نیوزنایت" په خپرونه کې افشا کړه.
اړوند:د ټرمپ مستند فلم؛ د بي بي سي مشر استعفا وکړه
بي بي سي، په عین حال کې د ترمپ د وکیلانو له خوا د جبران خسارې د ورکولو غوښتنه رد کړه او وې ویل، له دغې شبکې څخه د ترمپ د شکایت له پاره هیڅ ډول قانوني اساس موجود نه دی.
بي بي سي، همدارنگه په دغه وینا کې چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۱۳) خپره سوې، زیاتوي چې د دغه مستندې ویډیو د دوباره خپرولو له پاره په هیڅ کوم پلتفورمونو کې، هیڅ ډول برنامه موجوده نه ده.
رسنیزه رسوايي، د خبري څانگې د رئیس او عمومي مشر استعفا
له ترمپ څخه د بي بي سي شبکې د معذرت د غوښتنې اعلان په داسې شرایطو کې رامنځته کیږي چې مخکې له دې د يادي شبکې عمومي مشر تیم دیوي، او د دغې شبکې د خبر د څانگې مشرې دیبورا ترنس، د دغې موضوع تر رسوايي وروسته استفعا ورکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت، د جمعې په ورځ د نوومبر پر اومه د بي بي سي خبرونه "سل په سلو کې جعلي" بللي ول. د انتقادونو اصلي تمرکز د "پانوراما" له خپرونې څخه د "ترامپ؛ یو دوهم فرصت؟" په نوم مستند باندي دی چې تیر کال له دغې شبکې خپور سو.
د دغې افشا کوونکي رپوټ له مخې، په دغه مستند فلمکې د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر ۶مه د ټرمپ د وینا دوې برخې داسې ایډیټ سوې وې چې گواکې هغه خلک په واشنگټن کې د کانگرس پر ودانۍ برید ته وهڅول.
په خپور سوي مستند کې ترمپ خپلو پلویانو ته وايي: "موږ د کانگرس خواته حرکت کوو." او دا چې " په کلکه به وجنگیږو."
خو په اصلي او نه ایډیت سوي فلم کې ترمپ په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کانگرس پر لور له خپلو پلویانو څخه له راغوښتلو وروسته وايي، هغوی به هلته "خپل زړه ور سناتوران او استازي وهڅي."
دونالډ ترمپ د یکشنبې په ورځ د نوومبر نهمه، د بي بي سي د دغو دواړو چارواکو د استعفا هرکلی وکړ او دیوي او ترنس یې "ډیر غیرصادق کسان"وبلل. ترمپ ادعا وکړه چې هغوی اراده درلوده چې د امریکا د ولسمشرۍ پر انتخاباتو خپل اغیز واچوي.
هغه زیاته کړه:«تر ټولو بده خبره لا داده چې هغوی له داسي بهرني هیواد څخه دي چې ډیری یې ځانونه زموږ تر ټولو مهم متحدین بولي. د ډیموکراسۍ له پاره څومره فاجعه او وحشتناکه پیښه!»
د بریتانيا حکوکت په وروستیو میاشتو کې له ترمپ سره د مثبتو اړیکو د ساتلو له پاره ډیرې هلې ځلې کړي وې.
ترنس هم په یوه ایمیل کې د بي بي سي کارکوونکو ته ولیکل چې "تیروتنې رامنځته سوې، خو د بي بي سي د سیستماتیک پلي توب په هکله ادعاوي ناسمې دي."
بي بي سي د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې هم د "غزه؛ څرنگه په جنگي سیمه کې ژوندي پاته سو؟" تر عنوان لاندې مستند په تولید کې د "جدي نواقصو" له امله بخښنه غوښتې وه. په دغه مستند کې د حماس د دولت له وزیرانو څخه د یوه زوی حضور درلود.