1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: حتی یو بهرني عسکر ته هم د حضور اجازه نه ورکوو

۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد د دونالد ترمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي چې دوی په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته د حضور اجازه نه ورکوي. ترمپ څه ويلي دي؟

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهدانځور: Stringer/REUTERS

د امریکا متحده ايالاتو پخواني ولسشمر، دونالد ترمپ، چې د جمهوري غوښتونکو له لوري د امریکا د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو انتخاباتو ته د نوماند کېدو په هڅه کې دی، په یوه تازه وينا کې ويلي چې د ګټلو په صورت کې غواړي چې د افغانستان د بګرام هوايي اډې کنټرول بېرته په لاس راولي. هغه ويلي دي چې غواړي له دغه هوايي اډې د یوې ستراتيژيکي نقطې په توګه پر چين د نظارت کولو له پاره استفاده وکړي.

ترمپ په خپلو خبرو کې دجو بایدن ادارې د بګرام هوايي اډې د سپارلو پر تصمیم نيوکه وکړه او ادعا ېې وکړه چې دغه هوايي اډه چې د چين د اتومي توغنديو تولیدي تاسیساتو ته نژدې موقعیت لري، اوس چين تسخير کړې ده.

خو د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، دويچه ویله ته په یو استولي غږيز پيغام کې ويلي دی: «موږ نه غواړو چې د افغانستان خاوره د هېوادونو ترمنځ د سیاسي لوبو ډګر وي. اجازه نه ورکوو چې حتی یو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې حضور ولري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب