د ترکمنستان ولسمشر خپل زوی د هیواد د انرژۍ سکتور مشر وټاکه
۱۴۰۰ آذر ۵, جمعهد ترکمنستان ولسمشر له چارواکو سره په یوه غونډه کې خپل زوی، سردار، ته وویل چې هغه به تر دې وروسته د دغه هیواد د انرژۍ صنعت د نظارت مسئوليت هم پر غاړه ولري. سردار تر دې مخکې په اقتصادي او مالي چارو کې د مرستیال صدراعظم په توګه ټاکل شوی وو. دغه خبرې اسوشتید پریس خبري آژانس، د پنجشنبې په ورځ د «نيوترال ترکمنستان» ورځپاڼې په قول کړي دي.
۶۴ کلن بیردي محمدوف د ترکمنستان د حکومت مشري کوي او صدراعظم نه لري په دې معنی چې د هغه ۴۰ کلن زوی نوموړي ته مخامخ ځواب ورکوي. محمدوف له ۲۰۰۶م کال راهیسې د ترکمنستان ولسمشر دی.
د نوموړي زوی چې تر دې مخکې يې د والي او د کابينې د يو وزير په توګه او همدارنګه په نورو مهمو پستونو کې دندې ترسره کړي، تر ډیره داسې لیدل کيږي چې د خپل پلار د ځای ناستي کیدو له پاره تیاری نیسي.
د ترکمنستان هیواد اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی دی چې دا د دغه هیواد د پريمانه طبعيي ګازو له صاداراتو سره تړاو لري.
چين، د ترکمنستان د ګازو د صادرولو مهم بازار دی. ترکمنستان همدا ډول روسیې ته هم صادرات کوي. د دې ترڅنګ د مرکزي آسیا دغه هیواد د ګازو د پایپ لاین پر يوې پروژې باندې کار کوي چې له لارې يې افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ګاز ولیږدوي.
د ترکمنستان ولسمشر خپل زوی ته سپارښتنه کړې تر څو د ګازو د صادرولو په موخه د لا ډیرو قراردادونو د لاسليک کولو له پاره هلې ځلې وکړي.