1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او ايران پر پولې شوې زلزلې اووه تنه وژلي

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

د ۵،۷ په شدت يوې زلزلې له ترکيې سره د ايران شمال لويديځې پولې په اوږدو پرته سيمه لړزولې ده. انقره وايي چې په ترکيه کې ۷ تنه وژل شوي، خو ايران لا پر ارزونو بوخت دی.

Türkei Fotoreportage Gesundheitswesen Symbolbild
انځور: DW/U. Danısman

د درو ماشومانو په شمول اوو تنه په ترکيه کې د دغې زلزلې په پايله کې وژل شوي دي. دغه زلزله د ترکيې د کورنيو چارو وزارت په حواله له ايران سره څېرمه په پرته سيمه کې رامنځ ته شوې ده. د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو ويلي دي چې پنځه تنه پټيان روغتون ته وړل شوي، په داسې حال کې چې د چارواکو په خبره نور تنه ښايي د ودانيو په کنډوالو کې بند پاته وي. د سويلو په خبره د «لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.» د اروپا د مديترانې د زلزلو د ارزونې مرکز ويلي دي چې زلزله د ځمکې تر سطحې پنځه کيلومتره لاندې رامنځ ته شوې ده. مرکز يې د حبش عليا په نوم يو ايرانی کلی دی چې د پولې څخه يوازې ۱۰ کيلومتره لرې پروت دی. يوه ايراني چارواکي د دغه هېواد دولتي تلويزيون ته ويلي دي چې «ژغورونکې ډلې سيمې ته استول شوې دي... دا ډېره ګڼ مېشته سيمه نه ده چې د ايران په لويديځ اذربايجان ولايت کې پرته ده.»

ايران او ترکيه کې ډېرې زلزلې کيږي

يوه بل سيميز چارواکي د ايران د دولتي تلويزيون په حواله بيا ويلي دي چې د تلفاتو او خرابيو «احتمال زيات» دی. دغه چارواکي زيات کړي چې د زلزلې ټکانونه په نورو ښارونو لکه خوی، ارميه او سلماس کې هم محسوس شول. د ترکيې دولتي انادولو خبري اژانس ويلي چې دغې زلزلې د ترکيې په وان ولايت کې هم په ډېرو کليو کې وراني رامنځ ته کړې ده. ايران او ترکيه د زلزلو له لوري د نړۍ په تر ټولو اغېزمنېدونکو هېوادونو کې شمېرل کيږي. د ترکيې په ختيځ کې يوې بلې زلزلې تېره مياشت څه باندې ۴۰ تنه ووژل، په داسې حال کې چې يوې بلې زلزلې بيا په ايران کې د خلکو کورونه تخريب کړل بې له دې چې څوک پکې مړ شي. 

د ترکيې وان نومې سيمه ډېره اغېزمنه شوې ده.انځور: picture-alliance/AA/N. Hazar

lc/mm/ن ص/ا و ا   
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل