د ترکيې او يونان تر منځ پوځي ګواښونه درېدلي دي
۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبهډېرې اوونۍ کيږي چې د «عورج رئيس» ترکۍ کښتۍ د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې تګ راتګ کاوه څو د خپلو څېړنو له لارې د نفتو ممکنې ذخيرې پيدا کړي. د يونان د حکومت په نظر دغه کښتۍ د اګست له ۱۰مې نېټې راهيسې د يونان په سمندري ساحه کې وه، يعنې په داسې يوه سيمه کې چې د اتن په خبره د يونان د وچې ځمکې پر تل پورې اړه لري.
دواړو هېوادونو جنګي بېړۍ ولېږلې
يونان ورپسې د حريف د وېرولو په غرض جنګي بېړۍ سيمې ته واستولې. خو دغه پلان بريالی نه و. ترکيې هم دغې سيمې ته خپل سمندري ځواک ولېږه. اوس دوه د ناټو غړي هېوادونه سره مخامخ شوي ول چې له کبله يې د ناټو سرمنشي ينس ستولتن بېرګ هم غبرګون وښود. تېره اوونۍ دغه منځګړي اعلان وکړ چې دواړو خواو د ترینګلتيا د کمولو له پاره «تخنيکي خبرې» منلې وې. دا چې چا له چا سره دقيقا څه ويلي دي، البته ناڅرګنده پاتې شوه.
«ماموريت د پلان سره سم پای ته ورسېد»
يوه خبره معلومه ده چې ترکيې خپله څېړنيزه کښتۍ له ناندرئيزې سيمې څخه بېرته ايستلې ده. د «يني شفق» په نوم ترکۍ ورځپاڼې په حواله دا البته شاتګ نه و. په خبره يې د «عروج رئيس» کښتۍ خپل ماموريت د پلان سره سم پای ته رسولی او اوس يې د انتاليا په بندر کې لنګر اچولی دی. په خبره يې ترکيه اوس غواړي چې «ديپلوماسۍ ته چانس» ورکړي. د يونان حکومتي وياند، ستېليوس پېتساس، د سکاي تلويزيوني چېنل ته ويلي دي: »دا يوه مثبته نښه ده. موږ به ګورو چې حالت څنګه دوام پيدا کوي څو يوه سمه ارزونه يې وکړای شو.»