1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او يونان له سرحده تيريدل «د ژوند او مرک سره لوبه» ده

۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

زرګونه افغان کډوال چې له ایران څخه د ترکیې او یونان په موخه په ناقانونه توګه اروپا ته د رسېدو له پاره سفر کوي، پر دغه لار تګ د ژوند او مرګ سره لوبه ګڼي.

آرشیف: د ترکېې وان سیمه د دې هیواد د عملیاتي ټیمونو ګزمه
آرشیف: د ترکېې وان سیمه د دې هیواد د عملیاتي ټیمونو ګزمهانځور: Ozkan Bilgin/AA/picture alliance

په ټولنیزو شبکو کي یوه ویډیوه خپره شوې ده چې د امنیتي ځواکونو له خوا د افغانان کډوالو د شکنجې زړه بوږنونکي صحنې پکې ښکاري چې سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.

په دې ویډیو کې یوه شپږ کسیزه ډله افغان ځوانان لیدل کېږي چې بربنډ پر واوره پراته د امنیتي ځواکونو له خوا په کیبلونو وهل کیږي او دوې چیغې ورته وهي چې وهل ټکول مو بس کړي.

تر اوسه کومې مشخصې سرچينې دا نه ده تاييد کړې چې دغه امنيتي ځواکونه د کوم هېواد دي، خو هغه کډوال چې اروپايي ټولنې ته يې د تګ نيت درلود، وايي چې د ترکيې او يونان د سرحدي پوليسو له خوا بربنډ او شکنجه شوي دي.

یو افغان کډوال چې یوه میاشت وړاندې له ایران څخه ترکیې ته تللی وايي چې د ترکیې سرحدي پولیسو نیول او شکنجه کړی وو.

دغه ځوان چې غواړي یوځل بیا اروپا ته سفر وکړي او نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي چې، دوی چې شاوخوا پنځوس کسان ول د ترکيې سرحدي پوليسو تر نيولو وروسته ووهل او سخت یې شکنجه کړل: «زموږ ملګري بېرته راغلل، خو یو ملګری مو پر پښو نشوو را تللی په دښته کې یواځي پاتې شو، تر اوسه ېې موږ په اړه هیڅ معلومات نه لرو چې هغه ژوندی دی که مړ.»

دا کډوال نه یواځي د ایران او ترکیې له سرحدي پولیسو شکایت کوي، بلکې د یوناني ځواکونو د ناوړه چلند ادعا هم کوي او وايي چې یوناني پولیسو بربنډ او بیا شکنجه کړي دي.

په ترکیه کي یو تن افغان کډوال روح الله رحیمي وايي ۱۴ ورځې پر قاچاقي لارو تر یونان پورې تللی، خو هلته ونيول شو او تر وهلو ټکولو او شکنجې وروسته بیرته ترکیې ته واستول شو.

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

29:29

This browser does not support the video element.

رحيمي وايي، داسې ورځې ورباندي تېرې شوې چې اوبه او خواړه يې نه لرل، په اوبو او ځمکنيو لارو يې په ډېرې سختۍ سره تګ راتګ کاوه، چې له ژوند سره يې لوبه وه.

رحیمي دویچه ویله ته وویل: «له ترکیې څخه یونان ته له خپلو درېیو ملګرو سره مو ۱۴ ورځي سفر وکړ او تر ۴۸ ساعتونو پورې مو خواړه او اوبه نه لرل.»

رحيمي چې د ايران، ترکيې او يونان د سرحدي ځواکونو د زور زیاتي ادعا کوي، وايي چې يوناني ځواکونه د کډوالو پر وړاندې تر ټولو سخت چلند کوي: «یوناني ځواکونو لومړی ټول بربنډ کړلو تر پلټني وروسته یې تیشرتونه بیرته راکړل او بیا یې د ښځو او ماشومانو د سترګو پر وړاندي په کیبلونو وهلو او شکنجه کولو.»

آرشیف په ترکیه کي د نیول شوې کډوالو انځورانځور: Necmettin Karaca/picture alliance/AA

رحيمي زياته کړه: «يوناني ځواکونو د ښځو د تلاشۍ پر وخت هغوې له اکیسره ماشین څخه تیرولې خو که ماشین غږ کړې وای بیا یې د هغوې جامې څیرلې چې زموږ په مخ کي ېې د یوې ۸ کلنې ماشومي جامي څیرې کړلې.»

دغه ځوانان وايي په افغانستان کې کار نسته طالبان د امنيتي ځواکونو او ټولنيزو فعالانو په نیولو لاس پورې کوي، نو ځکه دوې د ځان ژغورلو له پاره کډوالۍ ته اړ شوي دي.

خو په ناقانونه توګه د سلګونو کیلومتره مزل کول خپلې ګڼي ستونزي له ځان سره لري. پر دغو لارو ځيني کسان د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکوي، ځيني يې په اوبو کي غرق کیږي او ځيني یې بیا د سختو ستونزو تر ګاللو وروسته ځانونه تر اروپايي هیوادونو رسوي.

په ترکیه کې د کډوالو د پیوستون ټولنې مشر علي حکمت دویچه ویله ته وویل چې زیات شمیر کډوال د یوناني ځواکونو له خوا تر شکنجو او وهلو ټکولو وروسته بیرته ترکیې ته استول کیږي: »افغان کډوال موږ ته کیسې کوي چې کله موږ له ترکیې څخه یونان ته ننوځو، تر نیول کیدو وروسته وهل ټکول، شکنجه، سپکاوی او بربنډ کیدل تجربه کوو.«

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، بې وزلي او بې روزګاري زیاته شوې او زرګونه کسان له دغه هيواده وتلو ته اړ شوي چې په قاچاقي ډول ګاونډیو هېوادونو او له هغه ځايه بيا د اروپايي هیوادونو په موخه حرکت کوي.

«هغه توره ورځ به مې هیڅکله هېره نه شي»

یونان چې تر اوسه څو ځلي د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په غیر قانوني ډول د کډوالو په بیرته شړلو تورن شوی چارواکو ېې بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ترکیې آناتولي خبري آژانس د دې هیواد د کډوالو ادارې د چارواکو له قوله ویلي چې په تیر کال کې یو لک او پنځلس زره او ۷۷۵ تنه په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخل شوي دي.

دغه خبری آژانس زیاته کړې ده چې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه له ترکیې څخه څه باندې څلور زره افغان مهاجرین ایستل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل