1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې د ناکامې کودتا ۱۲۱ تورن په ابدی حبس محکوم شول

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

په ترکيه کې يوې محکمې ۱۲۱ تنه په دغه هيواد کې د څلور کاله مخکې يوې ناکامې کودتا په تور په ابدی حبس محکوم کړل. په ترکيه کې د کودتا له پاره د هڅو د پیل راهيسې نژدې ۱۹۰ تنه محاکمه شوي دي.

Türkei | Sincan-Gefängnis | Ankara | Prozess | Putsch 2016
انځور: picture-alliance/AA/R. Aydogan

 د ترکيې دولتي خبري آژانس «آنادولو» د جمعې په ورځ (د جون ۲۶مه) خبر ورکړی وو چې ۲۶ تورنو کسانو د سختو شرايطو د تشديدولو پر ابدي حبس سزا صادره شوې ده. ۳۵ تنه نور بيا پر معمولي دايمي حبس باندې محکوم شوي دي.

 پر دوی باندې چې کوم تورونه لګول شوي، يو ېې «د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ نظام» د ړنګولو له پاره هڅې ښودل شوي دي.

په محکوم شوو کسان کې د ترکيې پخوانی پوځي، ايرکان اوکتيم، هم شامل دی. د انادولو خبري آژانس په حواله، اوکتيم د قتل په دلیل، ۹ ځله د شرايطو د تشديدولو پر ابدي حبس باندې محکوم شوی دی. په مجموع کې په دغې محکمه کې ۲۴۵ تنه تورن ول.

 د ترکيې حکومت د معلوماتو پر اساس، د ۲۰۱۶م کال د جولای مياشتې په ناکامه کودتا کې له ۲۵۰ څخه ډير کسان وژل شوي دي. د ترکيې حکومت د ګولن خوځښت د دغې کودتا مسئول ګڼي. فتح الله ګولن له ۱۹۹۹م کال راهیسې په امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي. هغه د ترکيې حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

په ترکيه کې د ناکامې کودتا له پاره د شوو هڅو راهیسې نژدې ۲۹۰ تنه محاکمه شوي دي. د حکومت منتقدان، د ترکيې پر ولسمشر رجب طيب اردوغان تور لګوي چې هغه د خپلو مخالفانو او پر حکومت منتقدو رسنیو پر ضد عمل کوي.

 په ترکیې کې د اردوغان حکومت پر ضد د ناکامې کودتا وروسته، په لسونو زره کسان، ظاهراً په دې تور چې د ګولن له خوځښت سره اړيکي لري، نيول شوي دي. له دې نه علاوه په لسونو زره نور کسان له حکومتي دندو وښکل شوي دي.

pa/ si/m.k.s./a.a. (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب