1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ترکيې روغتيايي سيستم د کرونا وبا ته څنګه اوږه ورکوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

سره له دې چې د کرونا ويروس په ترکيه کې چټک خپريږي،‌ خو د اندېښنو خلاف د دغه هېواد روغتيايي‌ سيستم لا سقوط نه دی کړی. په ځينو روغتونو کې البته ډاکتران بايد شپه او ورځ ‌کار وکړي.

Türkei Istanbul | Coronavirus | Patient im Cerrahpasa-Krankenhaus
انځور: DHA

د کرونا وبا په پيل کې د ترکيې طبي‌ کارکوونکو تر ټولو بد وضعيت ته آمادګي نيولې وه.‌ اندېښنه يې دا وه چې د تنفسي آلو او د جدي‌ مراقبت په څانګو کې د ځايونو او بسترو کمی به محسوس شي.‌

د ترکيې د طبي‌ اتحاديې يوه غړي دويچه ويله ته ويلي‌ دي چې اندېښنه دا وه چې د جدي مراقبت په څانګو کې د ظرفيت د کموالي‌ له کبله به روغتيايي‌ سيستم د ايټاليا په څېر پر ګونډو شي.‌

د ترکيې د روغتيا وزارت په حواله ياد ويروس په ترکيه کې چټک خپور شوی دی چې د اخته کسانو شمېر يې په اپريل مياشت کې لس برابره زيات شوی دی.‌ يوازې د امريکا په متحده آيالاتو کې د ويروس شيوع همدومره چټکه ده.‌ خو د ترکيې صحي نظام لا ټينګ دی.‌ د حکومت په خبره ډېری روغتونونه تر اوسه لا اضافه کار نه کوي او د جدي مراقبت له يوازې ۶۰ سلنې بسترونو څخه دا مهال کار اخيستل کيږي.‌

»ډېر سخت وخت»

د استانبول جراح پاشا پوهتوني روغتون په ترکيه کې تر ټولو ستر روغتون دی.‌ په دغه روغتون کې تر اوسه پورې د اکثرو کوويد -۱۹ ناروغانو درملنه تر سره کيږي.‌ ډاکتران، نرسانې، امنيتي پرسونل او د نظافت کارکوونکي‌ له اوونيو راهيسې تر ډېر فشار لاندې کار کوي.‌ هغوی خپله هم له ډېر خطر سره مخامخ دي چې په دغه ويروس اخته شي.‌

انځور: DHA/Oguzcan Yazar

د داخلې ډاکتر ايمره اسکازان په ويروس مبتلا شو،‌ خو ډېر ژر بېرته ورغېد ځکه چې ځوان دی او معافيتي‌ سيستم يې لا پياوړی دی.‌ نوموړی وايي‌ چې »زه ښه وم،‌ خو مور او پلار ته مې تشويش وو چې يو څه زاړه دي.«

د اسکازان مور هم په کوويد -۱۹ اخته شوه چې لومړی ټوخېدله،‌ بيا سختې تبې ونیوله او په پای کې ورته د سږو التهاب پيدا شو.‌ د اسکازان په خبره، ډېر سخت وخت وو.‌ خو اوس هر څه ښه دي او هغه هم بېرته په کور کې ده.

د تجريد تر يوې دورې وروسته،‌ اسکازان اوس بېرته خپل کار پيل کړی دی چې د شلو تنو په کوويد -۱۹ اخته ناروغانو مسئوليت اوس ورپه غاړه دی.‌ هغه وايي‌:»دا چې زه بې له کوم ضرره له ويروس څخه ژوندی پاته شوم او خپل کار ته دوام ورکوم،‌ د هغوی د روحيې په لوړولو کې ګټور تماميږي.«

شپه او ورځ‌ کار

کلېز يايک د جراح پاشا په روغتون کې له شلو کلونو راهيسې د نرسې په صفت کار کوي.‌ دغه روغتياپاله وايي‌ چې پخوا يې لا د خلکو کړاو ليدلی دی، مثلا د ۱۹۹۹م کال تر زلزلې وروسته.‌ د دې تر څنګ يې د تروريستي‌ حملو د قربانيانو درملنه هم کړې ده.‌

انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/M. Kaya

خو يايک بيا هم وايي‌ چې دغسې پېښې او د خلکو د ژوندي‌ پاته کېدو له پاره دوامداره مبارزه زموږ له پاره سترې ننګونې وې،‌ خو دا لومړی وار دی چې موږ بايد خپل ځانونه هم ورڅخه وژغورو.

د هغې په اند له پخوا او پخوانيو مريضانو سره ستر توپير همدا دی.‌ نوموړې زياتوي چې لومړی وخت ډېر زيات سخت وو،‌ خو د وخت په تېرېدو سره،‌ زما د همکارانو اندېښنې راکمې شوې. يو علت يې دا و چې ډېر ناروغان به ژر بېرته جوړېدل.‌ سره له دې هم د هغې په خبره خواشينې ده چې ډېر کسان د کوما حالت ته هم تللي دي.‌

مېرمن يايک وايي چې روغتون لا جاري وضعيت ته اوږه ورکوي ځکه چې هر څوک د پخوا په پرتله ډېر کار کوي.‌ د معمولو اتو ساعتونو پر ځای ډېر کسان هره ورځ آن ۱۲ تر ۱۶ ساعتونه کار کوي. د هغې په خبره يوه مثبته خبره هم وجود لري:‌ دغې وبا په ټولنه او د روغتون د پرسونل تر منځ پيوستون او خواخوږي‌ زياته کړې ده.‌

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب