1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو په ګډون ۱۳ مهاجر سړې هوا وژلي دي

۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبه

۱۳ تنه مهاجر د ایران او ترکېې تر منځ په سرحدي سيمه کې د سړې هوا له امله مړه شوي. د ترکيې په وان ایالت کې د بشري حقونو يوه سازمان ويلي چې دغه مهاجر د افغانستان او سوريې هيوادونو دي چې د واورې په شديد طوفان کې بند پاتې وو.

Türkei Erzurum Flüchtlinge aus Afghanistan
آرشيفانځور: Imago/Depo Photos

د ترکيې په وان ایالت کې د بشري حقونو يوه سازمان ويلي چې دغه مهاجر د افغانستان او سوريې هيوادونو دي چې د واورې په شديد طوفان کې بند پاتې وو.

د آلمان خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۹مه) د بشري حقونو يوه سازمان له قوله خبر ورکړ چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې د ايران له خاورې، ترکيې ته داخل شوي وو د واورې په طوفان کې بند پاتې شول او د سړي هوا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دې سازمان په يو ټويټ کې ويلي چې دغه مهاجر د چالداران په نوم غرونو کې مړه شوي دي.

د ترکيې د وان ايالت والي مفتح امين بیملز، اناتولي خبري آژانس ته ويلي چې ۱۳ مهاجر له سرحد څخه په غيرقانوني توګه تر اوښتو وروسته، د سړې هوا له امله مړه شوي دي. دغه سيميز چارواکي هغه مهال ويلي وو چې د ډيرې سړې هوا له کبله مسئولې ادارې نه دي توانيدلي د پيښې ځای ته لازمې مرستې ورسوي.

په لومړي سر کې د مړه شویو مهاجرو هويت مشخص نه وو، خو ترکي ورځپاڼې «اورنسل» ليکلي دي چې په دغو ۱۳ کسانو کې ۱۰ تنه يې افغانان او درې نور ېې د سوريې د کوباني ښار اوسيدونکي دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دیانځور: picture-alliance/AA/O. Bilgin

خو دا لومړنی ځل نه دی چې د ايران او ترکې په سرحدي سيمه کې په ځانګړې توګه د افغان مهاجرو داسې مرګونې پيښه رامنځ ته کيږي. تر دې وړاندې هم د ايران او ترکيې ترمنځ سرحدي سيمه کې د افغان مهاجرو يخ وهلي جسدونه موندل شوي وو.

په ترکیه کې د افغان مهاجرو د حقونو یوې مدافع او له افغان مهاجرو سره د همدردۍ او پیوستون ټولنې غړې ذاکره حکمت ، دويچه ويله ته وويل چې د افغانستان څخه يو شمير کورنيو د دغو اجسادو د انتقال له پاره د دوی له ټولنې سره اړيکي نيسي او د اجسادو د ترلاسه کولو په اړه مشورې کوي. د هغې په خبره دغه کورنۍ د خپلو خپلوانو جسدونه په خپل شخصي لګښت افغانستان ته ليږدوي.

ميرمن حکمت په دې اړه زياته کړه: «د جسدونو موندلو پيښې مخکې هم رامنځ ته شوي دي. موږ هر کال د دغه ډول پيښو شاهدان يو. هغه مهاجر چې غواړي په غيرقانوني توګه ترکيې ته داخل شي، مجبور دي چې د ایران له غرنيزو سرحدي سيمو څخه ترکيې ته داخل شي. کله چې مهاجر پر دغو لارو پياده مزل کوي نو ځينې يې د څو متره واورو لاندې پاتې کيږي او د ډيرې سړې هوا له امله مړه کيږي.»

حکمت زیاته کړه چې دغه اجساد بيا وروسته کله چې واورې ويلي شي د سيمې د اوسيدونکو له خوا موندل کيږي او په اړه يې چارواکو ته معلومات ورکوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب