1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او فرانسې ترمنځ سخته لفظي شخړه

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

د لیبیا د ساحل په مخکي تر یوه کشمکش وروسته د ترکیې او فرانسې ترمنځ شخړه شدیده سوې ده. پاریس د ناټو د ساحلي محافظینو ماموریت پرې ایښی او انقره بخښنه غواړي.

NATO Marine
انځور: picture-alliance/S. Ghesquiere

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل د لیبیا د ساحل مخته د یوې فرانسوۍ او یوې ترکي جنګي کښتۍ ترمنځ مقابله یوه «ډیره جدي واقعه» بللې ده. او جمهورریس ایمانوییل ماکرون اعلان کړی دی، چي د «ترکیې رفتار د منلو وړ نه دی.» په خبره یې اوس باید «په لیبیا کي د ترکیې سیاست توضیح سي، ځکه چي هغه هم د افریقا او اروپا له پاره یو خطر دی.»

څه پیښ سول؟

د تیري جون میاشتي پر۱۰ مه د (کوربیت) په نامه د فرانسې یوه کوچنۍ جنګي کښتۍ په مدیترانه کي د ترکيې جنګي کښتیو او د تانزانیا تر بیرغ لاندي يوې بلي ملکي کښتۍ کاروان ته نژدې سوه. د کوربیت جنګي کښتۍ د ناټو د ساحلي ساتونکو (Sea Guardian) د ماموریت په چوکاټ کي روانه وه، چي د نورو تر څنګ یې باید د وسلو د قاچاق مخنیوی کړی وای. تر نژدې کیدو وروسته ترکي کښتیو د فیرولو رادار د فرانسوي کښتۍ پر خوا ور برابر کړ. فرانسه ادعا کوي، چي د فیرولو رادار اصلأ د یوې پلان سوي حملې په صورت کي پرچا باندي وراړول کیږي.

ترهغه وروسته بيا د پاریس او انقرې ترمنځ لفظي شخړه شروع کیږي او ناټو دغي شخړي ته ورداخلیږي. په جون میاشت کي د ناټو د دفاع وزیرانو په یوه لیدنه کتنه کي د فرانسې د دفاع وزیري فلورینس پارلې ددغي قضیې د عاجلي توضیح غوښتنه وکړه. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ وویل، چي دغه« قضیه به وڅیړل او تیاره اړخونه به یې روښانه سي.»

د تیري سه شنبه په ورځ فرانسې په مؤقت ډول سره د ناټو د لیبیا په ماموریت کي ګډون وځنډاوه. په دې منځ کي ناټو تائید کړې ده چي ددې قضیې تحقیقات سوي او پر نتایجو باندي به یې د ناټو په نظامي کمیټه کي بحث وسي، خو هغه به پټ پاته سي.

ویل کیږي چي د ناټو د ساحلي ساتونکو ماموریت دوام لري او خپل وظایف د پخوا په ډول اجرا کوي. په دغه ماموریت کي تر اوسه پوري ترکیه، هسپانيا، یونان، ایټالیا، جرمني او تر دا لږ وخت دمخه پوري فرانسې برخه درلوده.

ناټو د دوو غړو د جبهو په منځ کي

فرانسه پر ترکیې باندي د دوو رولونو د ادا کولو تور لګوي. فرانسه وايي که څه هم ترکیه باید د ناټو ماموریت په چوکاټ کي د وسلو د تعزیراتو مراقبت وکړي او د لیبیا جنګ ته د حل یوه لار پیدا کړي، خو بیا په سیسټماتیک ډول سره لیبیا ته د وسلو په لیږلو کي برخه لري. فرانسوۍ ورځپاڼي (له فیګارو) د دغه هيواد د دفاع وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چي« دا د وسلو د قاچاق ضد یو ماموریت دی، چي د وسلو د قاچاقبرانو په واسطه تر سره کیږي.»

ددغو کشمکشونو تر شا اصلاً هغه دلایل موجود دي، چي ترکيه د امریکا متحده ایالاتو په اجازه د لیبیا د صدراعظم فجس السرادیش نظامي ملاتړ کوي. تر هغه راوروسته په لیبیا کي د هغه موقف هم تقویه سوی دی. فرانسه بیا ددې برعکس د ملیشې د مشر، جنرال خلیفه حفتر ملاتړکوي چي بیا یې روسیه څنګ ته ولاړه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب