1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او یونان ترمنځ پر پوله مهاجرو هجوم وروړی

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

شاو او خوا ۵۰۰ مهاجرو هڅه کړې چې د یونان لور ته سرحدي کټارې خرابې کړي. د یونان دولتي تلویزون خبر ورکړی چې پر یوناني پولیسو او د اروپایي اتحاديې پر پوله ساتو مامورینو د ترکیې له لوري اوښکن ګاز او تیږې غورځول شوي دي.

Griechenland | Konflikte zwischen Polizei und Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې شا او خوا ۵۰۰ مهاجرو او پناه غوښتونکو چې زیاتره یې ځوانان ول د سه شنبې په شپه هڅه کړې چې د یونان لور ته سرحدي کټارې خرابې کړي. د یونان دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې په دې ترڅ کې د یوناني پولیسو او اروپایي اتحاديې د پوله ساتي آژانس فرونتکس د مامورینو پر لور د ترکیې له لوري اوښکن ګاز او تیږې غورځول شوي دي.

د خبري اژانسونو د رپوټونو له مخې یوناني مامورینو له اوښکن ګاز څخه کار اخيستی څو سخت دود مهاجر بیرته د ترکیې لورې ته پر شا وتمبوي. همداشان یوناني پولیسو هم اوښکن ګاز کارولی دی.

ویل شوي دي چې دغه پيښو شا او خوا یونیم، دوه ساعته دوام وکړ. د عیني شاهدانو د وینا له مخې د سیمي پر وخت د چهارشنبې د سهار پر څلورو بجو مهاجر او پناه غوښتونکي د ترکیې لور ته په پاڅارکوله کې بیرته مؤقتي کمپ ته وروګرځیدل.

د یونان لور ته د کاستانیې سرحدي سیمې څخه خبریالانو رپوټ ورکړی دی چې له دې وروسته په سرحدي سیمه کې بیرته وضعیت آرام شوی دی.

له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې د زیاتو مرستو ژمنه

د سه شنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د یوه ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې په ترکیه کې د میشتو سوریایي مهاجرو د پالنې له پاره د اروپایي اتحادیې د مرستو د زیاتولو یادونه وکړه.

په دغه ویډیویي کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بريتانيا لومړي وزیر بورس جانسن هم برخه درلوده. میرکل وویل چې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په تړاو شوي تړون ته ژمنتیا شته.

انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

په ۲۰۱۶م کال کې د رامنځ ته شوي دغه تړون له مخې، انقره باید د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې اقدامات وکړي. خو اردوغان پر اروپایي اتحادیې تور پورې کوي چې په ترکیه کې د ۳،۶ میلیونه سوریایي مهاجرو د پالنې له پاره ژمنه شوې شپږ میلیارده یورو نه دي ورکړل شوي.

ترکیې د فبرورۍ میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د اروپا پر لور یې پولې پرانیستي دي. تر دې وروسته په زرونو کسانو د اروپا پر لور حرکت وکړ، څو له ترکیې څخه یونان ته چې د اروپایي اتحادیې غړی دی ځانونه ورسوي. د اټکلونو له مخې شا او خوا ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر د یونان پولې ته څیرمه اړولي دي.

ust/as (dpa, ap)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب