1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سوریایي یاغیانو له داعش څخه د دابق سیمه نیولې

۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبه

د ترکیې تر ملاتړ لاندې یوې ډلې په سوریې کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلي جنګیالي له دابق کلي څخه پر شا تنبولي دي. د یوه روایت له مخې په همدې سیمه کې به د دې دنیا وروستۍ جګړه کیږي.

Syrien Gefechte um Dabiq
انځور: Getty Images/AFP/N. Al-Kathib

سوریایي پاڅون کوونکو د دابق او هغه ته نزدې پروت ښار سوران، له اسلامي دولت څخه د یکشنبې په ورځ نیولې دي. ترکي پوځ د توپونو او هوا بریدونو له لارې د دغو عملیاتو ملاتړ کوه.

که څه هم دغه سیمه له ستراتیژیک لحاظه ډیر ارزښت نه لري، خو ویل کیږي چې د داعش جنګیالي د دابق سیمه «د صلیبي عیسویانو او مسلمانانو» تر منځ د وروستۍ جګړې ډګر بلي.

د ترکیې له ملاتړ څخه د برخمنې سلطان مراد ډلې مشر احمد عثمان، ویلي دي: «په دابق کې د داعش د وروستۍ جګړې کیسه نوره ختمه شوې ده.»

ځینو سرچینو په دې سیمه کې د داعش ډلې او پاڅون کوونکو تر منځ د سختو جګړو رپوټونه ورکړي دي، خو یو شمیر نورو بیا ویلي دي چې د داعش غړي له دې ځایه پرته له مقاومته وتلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشته سازمان، ویلي دي چې دابق سیمه تر هغه وروسته چې د داعش جنګیالي ترې ووتل، نیول شوې ده.

له ټولو اړخونو فشار

د ترکیې یوه آژانس ویلي دي چې اوس سوریایي پاڅون کوونکي له سیمې څخه د مایونونو پر پاکولو بوخت دي. د رپوټونو په حواله په دې سیمه کې نهه سوریایي یاغیان وژل شوي او ۲۸ تنه نور بیا ټپیان دي.

په دابق کې د داعش ډلې ماته ښايي د دې ډلې له پاره یوه لویه تبلیغاتي ضربه وي. خو د اسلامي دولت جنګیالي بیا وایي چې دغه جګړه هغه نه ده چې د «وروستۍ جګړې» په توګه یې روایت شوی دی.

په وروستیو وختونو کې په عراق کې هم پر داعش باندې فشارونه ډیر شوي دي. په دې هیواد کې هم له اسلامي دولت څخه د موصل ښار د بیا نیولو په موخه پیاوړي عملیات پیل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب