1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکيه کې د اورلګېدنې په تړاو ۹ تنه نيول سوي

گل غوټۍ پوپل | د رویترز خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ددغه هیواد په یوه هوټل کې د اورلګېدنې په تړاو د ۹ تنو له نیولو څخه خبر ورکړی دی. د قربانیانو شمیر ۷۶ تنو ته لوړ سوی او ولسمشر اردوغان، د چهار شنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړی.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، چهارشنبه د ملې ماتم د ورځي په توګه اعلان کړې ده.
د ترکیې د اورلګېدنې د قربيانو شمير ۸۶ ته لوړ شوی؛ ۹ تنه نيول سويانځور: IHA/AP/picture alliance

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، اعلان کړی چې د دغه هېواد د غرنۍ سيمې په يوه هوټل کې چې د سکي له پاره هم ورته خلک راځي، د مرګوني اورلګېدنې په تړاو یې د هوټل د خاوند په ګډون ۹ تنه نیولي دي.

د ترکیې په شمال لویدیځ کې د سکي کولو په یوې سیمه کې د اورلګېدنې له امله د قربانیانو شمیر ۷۶ تنو ته لوړ سوی دی او په لسو تنه نور زخمیان سوي دي.

اړوند:د ترکیې په يوه هوټل کې اور؛ ۶۶ کسان مړه شوي دي

یرلیکایا ویلي دي چې د ۴۵ قربانیانو جسدونه د هغوی کورنیو ته تسلیم سوي دي او د پاته جسدونو د ډي ان یې د معلومولو له پاره په عدلي طب کې آزموینې رواني دي.

د سکي د سیمې هوټل چی پکښي دغه اورلگیدنه رامنځته سوې ده، د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې خپله ژوره اندیښنه ښودلې او ژمنه یې کړې ده چې په پلټنو کې به همکاري وکړي.

په دغه بیانیه کې راغلي :«موږ له چارواکو سره ددغې پیښي د هراړخیز وضاحت له پاره همکاري کوو.» په دغه وینا کې همدارنګه ویل سوي:«موږ ددغو تلفاتو له امله سخت غمجن یو او غواړو تاسې پر وپوهيږئ چی د زړه له کومې په دغه درد کې شریک یو.»

په ترکیه کی له سوڅیدلي هوټل څخه غلیظ لوگی پورته کیږي.انځور: DHA

دغه ۱۲ پوړیز هوټل چې د پیښې پر وخت ۲۳۸ میلمانه پکښي ثبت وه،  په سیمه اییز وخت د سې شنبې په شپه شاوخوا درې نیمې بجې یې په رستورانت کې د اورلگیدنې له امله د اور په لمبو کې وسوځید.

ژغورل سوو کسان وله وحشتناکو صحنو کیسې کولې چې څنګه د خپلو ځانونو د ژغورلو له پاره له لوګيو ډکو دهلیزونو څخه تېر شول او ځانونه یې له کړکیو څخه واچول.

چارواکي ددغه هوټل د امنیتي تدابیرو په اړه له ډیرو انتقادونو سره مخامخ دي. ژغورل سوو کسانو ویلي دي چې د اورلګېدنې هیڅ ډول الارم فعال نه سو. د میلمنو په خبره، هغوی مجبور وه په تیاره کې له لوګيو ډکو دهلیزونو څخه تیر سي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ، چهارشنبه د ملې ماتم د ورځي په توګه اعلان کړې ده.

په ترکیې کې دغه پیښه د ژمي د توریستي فصل پر وخت رامنځته سوه، هغه موسم چې ډیری کورنۍ له استانبول او انقرې څخه د سکي کولو له پاره د بولو غره ته سفر کوي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل