د ترکیې د ۸۱،۸۰ میلیونه نفوسو د جملې څخه ۱۴ میلیونه یې علویان تشکیلوي، چي د کلونو راهیسي د خپلو حقوقو د په رسمیت پیژندلو او ورسره د تبعیض پرضد مبارزه کوي. د مکتب په کتابونو کي د علویانو نوې تشریح او د دولت له خوا د هغوی د عقیدې په رسمیت پيژندل غواړي. خو تر اوسه پوري دولت د هغوی مساجد په رسمیت نه پيژني، ځکه چي په خبره یې علویت یوه عقیده نه، بلکی یوه کلتوري ټولنه ده.
خو بیا په تکرار سره وکیلان کوښښ کوي، چي د یوې مذهبې فرقې په حیث د علویانو د په رسمیت پيژندلو خبره بیرته راپورته کړي. د ترکیې د ازمیر په ښار کي اوس د یوه لوی اپوزیسوني، جمهوري غوښتونکي ولسي حزب(CHP ) په ابتکار ښاروالۍ د رایو په اتفاق سره فیصله وکړه، چي د هغوی د یوه نوي مسجد د جوړیدو پلان د یوې مذهبي عبادتځای په حیث معامله سي او نه لکه تر اوسه پوري د یوه کلتوري مرکز د یوه پلان په حیث. دغه ډول عین کوښښ د استنابول ښاروال، اِکرام اماموغلو هم وکړ، خو د هغه دغه نیت بیا د استانبول په ولایتي شورأ کي د ناکامۍ سره مخامخ سو، ځکه چي هلته د اوردوغان حکومتي گوند(AKP ) او د هغه متحد ترکي نشنلسټي حزب(MHP ) اکثریت درلود او پرضد یې رايي ورکړې.
د استانبول د حکومتي گوند د ولایتي شورأ رییس، محمیت توفیق په دې ارتباط وویل، دا چي د علویانو د جلسو او کلتوري مسایلو دایرولو مرکزونه دي د مذهبي مرکزونو په حیث په رسمیت وپيژندل سي او یا نه، دا د الهاهیاتو او دیني مسایلو د عالمانو وظیفه ده.
خو بیا د علویانو د فدراسیون او علماوو د فعالینو مشر، هوزین گویڅل گویل وايي، چي د ترکیې دولت د بشر د حقوقو لپاره د اروپا د محکمې تصمیم په پام کي نه نیسي. د ترکیې اداري او د عامه نظم عالي محکمې بیا هم پردې باندي ټینگي دي، چي علویان دي د یوې مذهبي فرقې په حیث په رسمیت ونه پيژندل سي.
نوري مذهبي فرقې د دولت مالي ملاتړ لري
په داسي حال کي ،چي نوري مذهبي فرقې د دولت څخه مالي ملاتړ تر لاسه کوي، بیا د علویانو ټوله غړي مجبوره دي، خپل مصارف پخپله پوره کړي، حتی د خپل مسجد د برق او اوبو پیسې هم ورکړي. داځکه چي هغوی د دولت له خوا د یوې مذهبي فرقې په حیث نه، بلکه د یوې کلتوري ټولني په حیث په رسمیت پيژندل کیږي.
د عصري غلامۍ ۱۰ مخکښ هیوادونه
غلامي د نابرابرۍ تر ټولو بده څیره ده چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او مذهبي فشارونه له کبله رامنځ ته کیږي. اوس عصري غلامي ډیره پیچلې شوې او ډير عوامل لري.
انځور: DW/S. Tanhaد «ګلوبل سلیوري انډیکس» په تازه رپوټ کې شمالي کوریا په لومړي مقام کې ځای لري. په شمالي کوریا کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۰۴،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۲۵ میلیونه او ۲۴۴ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۲ میلیونه او ۶۴۰ زره کسان له دغې پدیدي اغیزمن انګیرل شوي.
انځور: Reutersپه دوهم مقام کې ایریتریا ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۹۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۸۴۷ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۵۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Yefimovichپه دریم مقام کې برونډي ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۴۰ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۰ میلیونه او ۱۹۹ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۰۸ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/A. Niragira۴. د مرکزي افریقا جمهوریت
په څلورم ځای کې د مرکزي افریقا جمهوریت ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۵۴۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱۰۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/Paul Lorgerieپنځم مقام بیا افغانستان خپل کړی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۲،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۳۳ میلیونه او ۷۳۶ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۷۴۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFPشپږم مقام بیا موریتانیا خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۱،۴ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۱۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۹۰ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/A. Dragajاوم ځای بیا جنوبي سوډان لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۲۰،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۱ میلیونه او ۸۸۲ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۴۳ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: DW/T. Marimaپاکستان بیا اتم مقام لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۸۹ میلیونه او ۳۸۱ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۳ میلیونه او ۱۸۶ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/Zumapressکمبودیا په نهم مقام کې دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۸ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۵ میلیونه او ۵۱۸ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۲۶۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Reuters/S. Pringایران بیا لسم مقام خپل کړی دی. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۶،۲ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۷۹ میلیونه او ۳۶۰ زره ښوول شو او د ټول نفوس ۱ میلیون او ۲۸۹ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: Privat