د آلمان خبري آژانس «ډي پې اې» په خپله یوه رپوټ کې ویلي دي چې د ترکیې په ختیځه برخه کې یو کوچني مني بس موټر له ترافيکې پیښې سره مخامخ شوی دی.ویل شوي دي چې د پيښې په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ مهاجر وژل شوي دي. د آلمان د خبري آژانس په حواله دغه ترافيکې پیښه د ترکیې د اغدیر او کارس ترمنځ په غځیدلې سړک د پنجشنبې په شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده.
د یادې ترافیکې پیښې په هکله لومړی د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو، رپوټ ورکړی وو. د رپوټونو په حواله په دې پیښه کې ۳۶ تنه نور مهاجر ټپیان شوي هم دي چې د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښوول شوی دی. د دې امکان هم شته چې د وژل شوو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.
داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې په وژل شوو مهاجرو کې افغان، پاکستاني او ایراني اتباع شامل دي او احتمال لري چې په بس کې سپاره مهاجرین له ایران څخه د ترکیې په لور د حرکت په حال کې وو.
دغه کوچني مني بس د ۱۴ کسانو د انتقال ظرفیت درلود، خو د ترافیکې پیښې پرمهال پکښې ۵۰ کسان سپاره ول. د ارمینیا پولې ته څیرمه د شپې په شاوخوا ۱۲ بجو له یوه پول سره تر ټکر وروسته په دغه موټر کې اور لګیدلی دی. چارواکو د دغې پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
د تازه رپوټونو له مخې ځینې مهاجرو د ټکر له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا په موټر کې تر اور لګیدو وروسته یوې لارۍ ډوله موټر وهلي او وژل شوي دي. ویل کیږي چې دغه بل لارۍ ډوله موټر هم له ناقانونه مهاجرو ډک وو. پولیسو په دې موټر کې سپاره ۱۳ پناه غوښتونکې او د موټر چلوونکی توقیف کړي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
۲۰۱۷ کال اروپا ته پر لار۳۰۰۰ مهاجر مړه شوي
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر مياشتې تر شلمې نزدې ۱۶۰ زره مهاجر يوازي د سمندر له لارې اروپا ته رسيدلي دي. د مهاجرت په چارو کې د م.م. نړيواله اداره وايي چې په ياده موده کې ۲۹۹۲ تنه نور پر لارو مړه يا لادرکه شوي دي. انځور: picture-alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima له سمندري لارو اروپا ته رسيدلي مهاجر د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو ادارې(UNHCR) له خوا د نوامبر مياشتي پر ۲۰مه خپاره شويو ارقام ښيي چې، د ۲۰۱۷م کال له پيله تر يادې نيټې پوري ۱۵۷۷۶۷ تنه مهاجر له سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي. په دغو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د نايجريا او سوريې هيوادونو دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt ايتاليا، يونان او اسپانيا دا هغه درې هيوادونه دي چې مهاجرو سږکال اروپا ته د رسيدو په موخه ځانونه لومړی دغو هيوادونو ته رسولي دي. د مهاجرو له مجموعي ډله څخه تر ټولو زيات شمير يې(۱۱۴۳۰۹) ايتاليا، ۲۶۴۹۹ تنه يونان او پاتې ۱۶۰۲۷ تنه يې اسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/C. McGrath نارينه مهاجر: ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې نيټې (۱۰ مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري، اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې نارينه دي. نارينه د ټولو ۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه برخه دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt ماشومان ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه تر نارينه مهاجرو وروسته په دويم ګام کې د ماشومانو شمير لوړ دی. ماشومان د ټول ټال نژدې۱۶۰ زره مهاجرو ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه برخه دي. دغه انځور چې يو مهاجر ماشوم پکښې ښکاري د يونان په لیسبوس ټاپو کمپ کې اخيستل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/STR د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې اروپا ته د رسيدلو۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۱۳ سلنه برخه يې ښځي دي. اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات د نايجريا او بيا د سوريې دي.
انځور: picture-alliance/ZumaPress/N. Georgiou نژدې ۳۰۰۰ تنه مړه او ورک شوي د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د اټکل له مخې، د روان کال له پيله د نوامبر مياشتې تر ۲۰مې نيټې( ۱۰مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري ۲۹۹۲ تنه مهاجر اروپا ته د تلو پرمهال په لارو کې مړه او ورک شوي دي. ډير مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو په پيښو کې مړه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima په ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته له سمندري لارو ۲۱۶۰۵۴ تنه مهاجر رسيدلي ول. په دغه کال ۳۵۳۸ تنه مهاجر په لارو کې مړه او يا ورک شول.
انځور: Reuters/Y. Behrakis ۲۰۱۵ اروپا ته د مهاجرت کړکيچ اوج په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته يوازي له سمندري لارو ۱ ميليون او ۱۵ زره مهاجر ورسيدل. په دغه کال ۳۷۷۱ تنه مهاجر پر لارو مړه او يا لادرکه شول. دا له دويمې نړيوالي جګړې وروسته لومړی وار وو چې اروپا ته دومره زيات شمېر مهاجر راغلل. دا اروپا ته د مهاجرت کړکيچ د اوج کال وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris ۲۰۱۶م کال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر په ۲۰۱۶م کال کې د سمندري لارو ټول ټال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر اروپا ته ورسيدل. په دغه کال ۵۰۹۶ تنه مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه يا هم ورک شول چې دا د مهاجرو د تلفاتو تر ټولو لوړ ارقام ښودل شوي دي. له همدې امله د مديترانه سمندرګي ته په دغه کال د «مهاجرو هديرې» په نوم ياد کړل شو.انځورنه: د دويچه ويله آرشيف د ارقامو سرچينه: د مهاجرت نړيوالې ادارې (UNHCR) ويب پاڼه. ترتيب کونکي: محمد کريم صالح.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios