1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تودخي درجې ثبتیدو راهیسې د تر ټولو ګرمي جون مياشتي ریکارډ

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

د اروپایي اتحادیې د اقلیمي خدماتو ادارې کوپرنیک د معلوماتو پر اساس، له کله راهیسې چې د هوا پيژندنې په اړه د ارقامو ثبتول پيل شوي دي، سږنې جون مياشت تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ټولو ګرمه د جون مياشت وه.

Symbolbild Heißester Juni seit Wetteraufzeichnung
انځور: Manu Fernandez/AP/picture alliance

څېړونکو د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۷) اعلان وکړ چې دا پرله پسې ۱۳مه میاشت ده چې د ګرمۍ ریکارډ ثبتیږي.

د کوپرنیک مشر کارلو بونتمپو ویلي دي: «دا تر حیرانونکو شمیرو ډیر څه دي او موږ ته د اقلیم ستر او دوامداره بدلون راښيې»

کوپرنیک ویلي دي چې د نړۍ د تودوخي درجې اوسط تر اوسه پورې تر ټولو لوړه تودوخه ده چې ثبت شوې ده.

د دغې ادارې په حوالهد هوا د تودوخې اوسط د صنعتي کیدو له دورې څخه د مخکې په پرتله ۱،۶۴ درجې د سانتي ګراد لوړه ده.

په داسې حال کې چې په جون میاشت کې د اروپا په لویدیځ کې د تودوخي درجه د کال د فصل معمولي تودخې ته نږدې یا حتی له هغې څخه هم ټيټه پاتې شوې ده، د نړۍ ډیرو سیمو د هوا غیر معمول تودوخه تجربه کړې ده.

په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال په مکه معظمه کې د تودوخي درجه ۵۱،۸ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوې وه، چې له امله یې ۱۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدرانګه د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د شدیدې ګرمۍ له کبله یو شمیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

سعودي عربستان: تر ۱۳۰۰ زیات حاجیان مړه شوي

01:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب