«د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړل شوې»
۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سهشنبه
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وایي چې پاکستان یو وار بیا د هغو ناروغانو پر مخ هم د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورت او ویزه نه لري. پاکستان تر اوسه پورې په دې ارتباط څه نه دي ویلي.
پاکستان یو وار بیا د هغو ناروغانو پر مخ هم د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورت او ویزه نه لري. انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images
اعلان
په پرله پسې ډول د تورخم سرحدي پولې تر تړل کیدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت موافقه کړې وه چې بې ویزې ناروغان هم کولی شي د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.
خو نن د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې پاکستان یو وار بیا دغه سرحدي دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر وایي چې پاکستان دغه محدویدت د دوشنبې په ماښام وضع کړی دی.
د دې ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي چې پاکستان ویلي دي چې وروسته له دې هیڅ څوک بې له پاسپورت او ویزې څخه نه شي کولی د پاکستان خاورې ته ننوځي.
نوموړی زیاتوي: «هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ ناروغانو د هغه کمیسیون له خوا چې په ننګرهار کې د همدې موخې له پاره ایجاد شوی دی د یوه لیک له ترلاسه کولو وروسته اجازه درلودله چې د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته واوړي.»
انځورونه: په تورخم کي څه تيريږي؟
د پاکستان له اړخه د تورخم او سپين بولدک دروازو د پرانيستلو له اعلان سره سم په تورخم کي دواړو غاړو ته په زرونو افغانان ولاړ دي. په دې گڼه گوڼه کي درې کسان مړه سوي. انځوريز راپور.
انځور: DW/O. Deedar
پاکستان اعلان کړی چي له خپلي خاوري به يوازي هغه افغانان پرېږدي چي افغانستان ته بيرته ستانه سي چي په قانوني پاسپورتونو راغلي وي. خو د افغانستان له اړخه يوازي پاکساني وگړو ته د ورتگ اجازه ورکوي. په تورخم کي په سونو افغانان له پاسپورتونو او وېزو سره پاکستان ته د تگ په موخه بند پاته دي.
د راستانه سوو افغانان ډېری هغه ناروغان دي چي د درملني له پاره پاکستان ته تللي ول.
انځور: DW/O. Deedar
دغه افغانان له دوو اونيو راهيسي د تورخم په پاکستاني اړخ کي بند پاته ول.
انځور: DW/O. Deedar
د تورخم دروازې په پاکستانۍ غاړه کي ډېری داسي کسان بند پاته ول چي له تگه لوېدلي ول.
انځور: DW/O. Deedar
د ماشومانو په گډون ډېر داسي کسان ول چي د راتگ خرڅ ئې هم خلاص سوی وو.
انځور: DW/O. Deedar
د افغانستان اړخ ته په تورخم دروازه کي ډېر داسي کسان بند پاته دي چي کورونه ئې په پاکستان کي دي او له دوو اونيو راهيسي يې د پاکستان له خوا دروازه پر مخ نړل سوې ده.
انځور: DW/O. Deedar
په دې ډله کي ځيني ناروغان دي چي غواړي پاکستان ته د درملني له پاره ولاړ سي. له دوی سره وېزه او پاسپورتونه هم سته خو اجازه نه ورکول کيږي.
انځور: DW/O. Deedar
پاکستان ته د تگ په موخه په تورخم کي بند پاته افغانان.
انځور: DW/O. Deedar
تورخم کي د بند پاتو کسانو ډېری له اونيو راهيسي پاکستان ته د اوښتو په موخه شپې او ورځي تيروي.
انځور: DW/O. Deedar
انځورونه1 | 11
د تورخم دروازه تیر میاشت هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو موافقه شوې وه چې ناروغان، په ځانګړي توګه په سرطان اخته کسان کولی شي بې له ویزې او پاسپورت څخه د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تیرو وختونو کې یې تل ټینګار کړی دی چې د نوو قوانینو پر اساس، ټول هغه کسان چې د سرحد له لارې تګ راتګ کوي باید پاسپورت او ویزه ولري.
په افغانستان کې د روغتیایي امکاناتو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې په زرونو ناروغان د درملنې له پاره ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته لاړ شي. خو د پاسپورت او ویزې ترلاسه کول یوه ستونزمنه پروسه ده چې ډیر وخت نیسي.
د تورخم سرحدي دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله په وار وار تړل شوې ده او په ځینو مواردو کې خو د پاکستان د سرحدي سرتیرو او طالبانو د ادارې ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې هم شوي دي.