1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ له پاره پرانيستل شوې

۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم مهم بندر تر نهو ورځو بندېدو وروسته د جمعې په ورځ بېرته خلاص شو. یوه پاکستاني چارواکي وويل چې د دروازې دواړو لورو ته په زرونو مساپر او باروړونکې لارۍ ولاړې دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم بندر
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم بندرانځور: AFP

د تورخم دروازه تېره اوونۍ پر پوله د پاکستاني او طالب ځواکونو تر منځ د ډزو تر تبادلې وروسته تړل شوې وه چې په زرونو مساپرو او سوداګرو ته یې ستونزې راولاړې کړې.

په تورخم کې یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي رويټرز خبري آژانس ته تائيد کړه چې د تورخم دروازه د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) بېرته خلاصه شوه.

دغه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل: «د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ د خبرو اترو په لړ کې دغه موضوع حل او سرحد بېره خلاص شو.» دغه چارواکي وويل چې په تورخم کې د پولې دواړو خواوو ته له بارونو ډکې په زرونو لارۍ بندې پاتې دي.

خو د پاکستان د خيبر سيمې ډيپي کميشنر ناصر خان، بيا د رويترز خبري آژانس ته ويلي: «لار د مسافرو او نقليه وسيلو پر مخ پرانيستل شوې ده.»

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا هم پنجشنبه د شپې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ول چې په کابل کې د پاکستان يوه لوړپوړي ديپلومات د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امیر خان متقي، سره د تورخم لارې د پرانيستو په تړاو خبرو اترو په موخه ليدلي دي.»

د رپوټونو په حواله، پاکستان وايي د طالبانو ادارې هڅه کړې وه تر څو د دوی په قلمرو کې يو «غیرقانوني ودانۍ» جوړه کړي او هغې سره په تړاو ېې افغان ځواکونه پر «بې توپېره ډزو» تورن کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وویل چې افغان امنيتي ځواکونو په تورخم کې سرحد ته نژدې یوه پخوانۍ امنيتي پوسته ترميموله، چې پاکستاني ځواکونو ورباندې ډزې وکړې. یاد وزارت د تورخم دروازې پر تړلو نيوکه کړې، کومه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو مهمه لار ده.

حاضردمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ روابط په ځانګړې توګه د سرحدي اختلافاتو له وجې ترنګلي دی او پاکستان په عين حال کې تور لګوي چې اورپکې په پاکستان کې خپل بریدونه د افغانستان له خاورې تنظيموي. افغانستان بيا د پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

(Reuters)mkss/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل