1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه په څلورویشته ساعته ډول رسماً پرانیستل شوه

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د تورخم دروازه په څلورویشت ساعته توګه د بار وړونکو موټرو او سوداګرۍ له پاره پرانیستل شوه. له دې وروسته به دا دروازه ۲۴ ساعته د سوداګرۍ او د شپې تر دولسو بجو پورې د مسافرو پر وړاندې پرانستې وي.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د سوداګرۍ او باوړونکیو موټرو پر وړاندې د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې مراسم له دغې کرښې ورهاخوا جوړ شوي وو. د پرانستې په دغو مراسمو کې د دواړو حکومتونو لوړي پوړي چارواکي ورغلي وو.

د ۲۴ ساعتونو پرمخه د تورخم دروازې رسمي پرانیستې مراسمو ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران او د افغان حکومت د ترانسپورت وزیر یما یاري په ګډون د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر چارواکو برخه اخستې وه.

دغه دروازه اوس رسماً د سوداګرۍ له پاره ۲۴ساعته او د شپې تر دولسو بجو پورې د مسافرو پر مخ پرانستل شوه؛ خو بیا به هم له دې لارې تګ راتګ په ویزو وي.

د افغانستان د ترانسپورت وزیر یما یاري، وايي چې د سوداګرۍ له پاره د دغه تجارتي بندر ۲۴ساعته پرانیسته د هغو هوکړو یوه برخه ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د هغه هېواد له چارواکو سره کړې وې.

 پاکستان ته د تلونکو مسافرو او سوداګرو ستونزې وروسته له هغې ډېرې شوي، له کله راهیسې چې پاکستان هغه هېواد ته د افغانانو پر تګ د ویزې شرط وضع کړ.

د ترانسپورت وزیر هیله څرګنده کړه چې له دې وروسته به مسافرو ته هم په تګ راتګ کې نورې آسانتیاوې هم رامنځته شي. یاري په خپلو خبرو کې وویل: «پاکستانۍ غاړې ورسره ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د غلام خان او سپین بولدک لارې هم پرانستل شي او په دې سره به د دواړو ملکونو خلکو ته د تګ راتګ د ستونزو د هواري تر څنګ د سوداګرۍ برخه کې هم شته ستونزې حل شي.»

انځور: Reuters

د تورخم لار د سوداګرو پر مخ د روانې سپتمبر میاشتې پر دویمه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په امر په آزماېښتي ډول ۲۴ساعته پرانستل شوې وه، چې نن یې رسمي مراسم وو. ترې دې وړاندې دغه لار یوازې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو پورې د مسافرو او سودګرو پر مخ خلاصېده.

افغان سوداګر وايي چې له دې وړاندې به يې د بېروبار او نوبت کې درېدو له امله شپې او ورځې په تمه تېرېدې. دوی اوس خوښ دي چې تورخم دروازه به ۲۴ ساعته پرانستي وي او هیله لري چې په دې کار سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.

تورخم د کابل او اسلام آباد تر منځ د سوداګرۍ تر ټولو لویه لار ګڼل کېږي، چې هره ورځ پرې د تجارت سربېره زرګونه خلک تګ راتګ کوي.

امید دیدار، جلال آباد

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب