1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم لاره د کومو شرایطو له مخې پرانیستل شوه؟

۱۴۰۲ آذر ۱, چهارشنبه

د پاکستان حکومت او طالبانو ویلي دي چې د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګري له یوه ورځنې ځنډ وروسته بیرته پیل شوه. پاکستان د ویزو د نوي قانون له مخي د تورخم لار د بار وړنکو موټرو پر وړاندې تړلې وه.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
په وچه کې راګیر افغانستان د بهرنیو او کورنیو وارداتو په تړاو خپل دغه ګاونډي هیواد ته اړ دی. دغه واردات د کراچۍ بندر له لارې کیږي.انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

پاکستان د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د نوامبر ۲۱) هغه مهال د افغانو بار وړنکو موټرو مخه ونیوله چې له دغو موټرو یې د پاسپورټ او ویزو غوښتنه وکړه. خو په ځواب کې یې طالبانو هم د پاکستان د سوداګریزو موټرو مخه ونیوله.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «تیره ورځ کله چې پاکستان نوی قانون عملي کړ. افغان لوري یې په غبرګون کې سوداګري وځنډوله.»

دغه چارواکي زیاته کړه: «تیره شپه د سواداګرۍ وزارت چارواکو یوه غونډه درلوده او پر دې یې هوکړه وکړه چې افغان موټر چلوونکو« ته دوې اونۍ ویزه ورکړي.

د پاکستان دغه چارواکي ویلي دي چې، له دې وړاندېپاکستان  دوه ځله د ویزو د نوي قانون عملي کول ځنډولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي ویاند هم تائید کړې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري عادي حالت ته راګرځیدلې.

نوموړي پر خپلې ایکس پاڼي (پخواني ټویټر) لیکلي: «افغان او پاکستاني چارواکو يو له بل سره خبرې وکړې. او ډاډ څرګند شوی چې دغه ستونزه به د تل له پاره حل شي.»

د کابل او اسلام آباد تر منځ اوږدې اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې پاکستان په اوکتوبر مياشت کې د هغو افغانانو د ايستلو اعلان وکړ چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري. د پاکستان له دغه اعلان وروسته تر دې دمه شاوخوا ۳۴۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان ویلي دي چې افغانان یوازې په ویزه او پاسپورت کولی شي دغه هیواد ته داخل شي. په دغې پریکړې سره هغه سیستم پای ته رسیږي چې له لسیزو راهيسي افغانان یوازې په تذکرې پاکستان ته تلای شول.

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي

02:19

This browser does not support the video element.

په وچه کې راګیر افغانستان د بهرنیو او کورنیو وارداتو په تړاو خپل دغه ګاونډي هیواد ته اړ دی. دغه واردات د کراچۍ بندر له لارې کیږي.

پاکستان چې له ستر اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی وایي هر کال له دې امله سلګونه میلیونه ډالر زیان کوي چې پرته له ګمرکي محصوله د دوئ له خاوري مالونه افغانستان ته وړل کیږي.

د دغو مالونو ځینې یې هیڅکله له پولې نه تیریږي، په داسې حال کې چې یو شمیر یې بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي او په غیر قانوني توګه پلورل کیږي.

په پاکستان کي د امنيتي پيښو له ډېرېدو وروسته چي حکومت يې پړه له افغانستان څخه د فعاليت کوونکو ډلو پرغاړه اچوي د خپل هيواد د «سوکالۍ او امنيت» د ټينګښت په برخه کي په ډله ايزه توګه د هغو افغان کډوالو چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري، اخراج اړين ګڼي.

افغان طالبان تل ټینګار کوي چې بهرنیو جنګیالیو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري فعاليت وکړي. هغوی ویلي دي چې د پاکستان امنیت د دغه هیواد کورنۍ موضوع ده.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟

03:40

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب