1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس سواحلو ته څېرمه د ۳۴ مهاجرو مړي موندل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د تونس سواحلو ته نږدې کابو۳۴ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، د يوې کښتې ډوبيدو له کبله مړه شوې دي. د پناه غوښتونکو په دې کښتۍ کې احتمالا ۵۳ تنه سپاره ول چې له تونس څخه يې د ايټاليا په لور سفر پيل کړې وو.

Bergung von Flüchtlingen im Mittelmeer vor der libyschen Küste
انځور: picture-alliance/dpa/Sea-Watch

د تونس بندری ښار صفاقس د محکمې وياند وويل چې د چهارشنبې په ورځ د قرقنه ټاپوګانو ته نږدې ۱۲ نور مړي هم پیدا شوي وو. د ورکړل شویو معلوماتوله مخې د دغې پيښې قربانی شوي کسان ۲۳ ښځې، نهه نارينه او دوه ماشومان ول.

د تونس سمندري ساحلي ګارد له خوا د نورو مړو پيدا کولو له پاره د پلټنې عمليات لا روان دي. د نورو مهاجرو د معلوماتو له مخې احتمالا دغه کښتۍ د ۵۳ کسانو ليږدونکې وه چې د جمعې په شپه ېې د تونس له سواحلو څخه د ايتاليا په لور حرکت کړې وو.

لکه څرنګه چې د محکمې ویاند ويلې د عدلې طب لومړنيو موندنو له مخې د دغې پيښې ډيرې قربانيان د افريقا سویلي سترې  صحرا له سیمو څخه دي.

د دغه کښتۍ کپتان تونسی نه وواو په ډير ګمان سره د قربانی شويو په ډله کې دي. له څوو مياشتو راهيسې مدام لا ډير پناه غوښتونکې کوښښ کوي، چې د مديتراني سمندرگي له لارې له تونس څخه ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب