د تونس لومړي وزير استعفا ورکړه
۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبهجبالي مخکي له مخکي خبرداری ورکړی وو چي که «له بې طرفه مسلکي کسانو» څخه د حکومت په جوړولو کي ناکامه سي استعفا به وکړي.
د نوي حکومت د جوړولو په مخکي «حزب النهضه» د حمادي جبالي سکولار مخالفان خنډ سول چي په نتيجه کي لومړي وزير استعفا وکړه.
د رويترز خبري آژانس په حواله جبالي له جمور رئيس سره تر خبرو اترو وروسته د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ۱۹) په يوه خبري غونډه کي وويل: «د يوه ائتلاف د جوړولو له پاره زما طرح ناکامه سوه او لکه څرنگه چي مي وعده کړې وه له خپلي دندې څخه ليري کيږي.»
حزب النهضه د يوه ائتلافي حکومت په جوړولو کي له سکولارانو سره هر ډول ائتلاف رد کړ او په دغه هيواد کي يې اومه ديموکراسي او ځپلی اقتصاد له سترو ستونزو سره مخامخ کړ. حمادي جبالي له ۱۵ مياشتو راهيسي د تونس لومړی وزير وو.
تونس چي په ۲۰۱۱ کال کښي اولسي پاڅون پکښې پيل سو او په عربي نړۍ کي د انقلابونو سرچشمه سو اوس په سياسي دوران کي له غير متنظره معضلو سره مخامخ دئ.
پر واک باندي جنگ
په تونس کي سياسي بحران د يوه پېژندل سوي سکولار شکري بلعيد تر ترور وروسته خپل اوج ته ورسېد. تر دغه ترور وروسته په اولسي اعتراضونو کي د النهضه گوند دفترونه تر بريدونو لاندي راغلل.
تر اوسه پوري د دغه ترور مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخستئ، خو اعتراض کوونکي د دغه ترور پړه د حزب النهضه د مشر راشد غنوشي او د تونس د افراطي ډلو پر غاړه ور اچوي.
د تونس حکومت سکولار مخالفين په دې عقېده دي چي حمادي جبالي د اسلامي افراطيانو، چي د دغه هيواد ثبات ئې له خطر سره مخامخ کړی دئ په کنترول کي پاته راغلی دئ او ميدان ئې بايللی دئ.
د النهضه گوند چي د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر مياشتي په پارلماني ټاکنو کي قدرت ته ورسېد، له دې څخه چي له سياسي صحنې څخه گوښه نه سي له سکولارو سره هر ډول ائتلاف ردوي.
په پام کي ده چي د دغه گوند مشر راشد غنوشي به نن د تونس له جمهور رئيس منصف المرزوقي سره د نوي لومړي وزير د ټاکلو په اړه خبري وکړي. په پارلمان کي د النهضه گوند نفوذ ته په کتو سره هيڅوک نسي کولای چي د دغه گوند له نظر پرته لومړی وزير وټاکي.