د تونس پخوانی واکمن د عمري بند په سزا محکوم سو
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
په تونس کې یوې پوځي محکمې د دغه هیواد پخوانۍ واکمن زین العابدین بن علي، د ۲۰۱۱ کال د جنوري په میاشت کې پر مظاهره کوونکو باندې د خونړي فشار د اچولو په تور د عمري بند په سزا محکوم کړی دﺉ. په تونس کې د خلکو له خوا د پاڅون په لومړیو اونیو کې، پولیسو د شلو تنو په شاوخوا کې مظاهره کوونکي ووژل. د بن علي پر ضد دغه حکم د د ده په غیاب کې صادر سوی دﺉ. بن علي اوس په سعودي عربسان کې ژوند کوي.