1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تښتول سوو قومي مشرانو د ډلي څخه شپږ تنه آزاد سول

۱۳۸۹ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د کونړ ولايتي چارواکو خبر ورکړ چي له دغه ولايته د تښتول سوو يويشت تنو قومي مشرانو له ډلي يې شپږ تنه، د قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب د وسله والو طالبانو څخه تيره شپه آزاد سوي دي.

د وسله والو طالبانو رسنيو ته منلې چي دغه قومي مشران دوی تښتولي دي.
د وسله والو طالبانو رسنيو ته منلې چي دغه قومي مشران دوی تښتولي دي.انځور: AP

ددغه ولايت امنيتي چارواکو د دوشنبي په ورځ ددغو قومي سپين ږيرو د تښتوني خبرونه خپاره کړل.

دوی وايي اوس يي کوښښونه پيل کړي چي پاته نور کسان هم د خبرو له لاري راخوشي کړي.

ددغه ولايت امني قومندان المان ږغ ته ويلي چي دا قومي مشران شاوخوا اته ورځي وړاندي د کونړ له مروري ولسوالۍ څخه وړل سوي دي.

هغه وايي شپږ کسان خوشي سوي او د نورو د خوشي کولو هڅي رواني دي چي نن او يا سبا به يي راخوشي کړي.

ددي ترڅنګ د کونړ د ولايتي شورا ريس المان ږغ ته د شپږو تنو د راخوشي کولو تصديق وکړ خو وې ويل چي پاته پنځلس تنه ټول دولت پلوه قومي مشران اوس هم د طالبانو په منګولو کي دي.

هغه پدي مسله کي د کونړ امنيتي چاروکي ګرم بولي او وايي چي امنيت نسته او بايد مرکزي دولت د دامنيتي چاروکو په بدلولو کي ګامونه پورته کړي.

« اوسني امنيتي چارواکي ددي جوګه نه دي چي حتا د لوړ پوړو دولتي چارواکو امنيت هم ټينګ کړي ، همدا اوس په کونړ کي امنيت ډير زيات خراب دی او علت يي دلته د بې مسوليته امنيتي چارواکو په دندو ګمارل دي.»

خو د ولايت وياند بيا دا نه مني چي ګوندي په هغه ولايت کي امنيت خراب دی.

« په نورو ګاونډيو ولايتونو کي لوړ‌پوړي دولتي چارواکي او د موسساتو مسولين په ډاډه زړه نه سي ګرځيدای خو د لته لوړ پوړي دولتي چارواکي او د موسساتو مسولين هره ورځ د کونړ له بيلابيلو سيمو ليدنه کوي چي دا دلته د ښه امنيت تصديق کوي.»

د وسله والو طالبانو دوو تنو سيمه ايزو قومندانانو قاري ضياالرحمن او قاري سجاد رسنيو ته منلې چي دغه قومي مشران ددوی کسانو وړي او علت يې دادی چي ددې قومي مشرانو خپلوان د ملي اردو، پوليسو او بهرنيو په ليکو کي دندي لري .

دوی وايي په وار وار يي دغو قومي مشرانو ته يادونه کړي چي بايد خپل خپلوان له دغو دندو لاس په سر کړي خو دوی ونه منله او بلا اخره له دغه پيښي سره مخ سول .

خو تراوسه يي د خوشي شويو کسانو په اړه لا څه نه دي ويلي.

د سيمي يو شمير اوسيدونکو رسينو ته ويلي چي دغه قومي مشران اول وسله والو طالبانو يو مسجد ته د خبرو په بانه وربللي او بيا يي ټول په نامعلوم لور په مخه کړي دي.

د کونړ مروره ولسوالي د ګاونډي هيواد پاکستان د باجوړ سيمي سره نژدې پرته ده.

د کونړ امنيتي چاراوکو په وار وار په باجوړ کي د وسله والو د پراخه مرکزونو د شتون خبر ورکړی او ويلي يې دي چي هر وخت له همدغه خوا د کونړ پر بيلا بيلو سيمو راکټي بريدونه ترسره کيږي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل