د يوې طبي څيړنې پايله ښيي چې د تکميلي غذاګانو ګولۍ او کپسولونه نه شي کولای د زړه او مغزي حملو په مخنيوي کې مرسته وکړي. څيړونکو موندلې چې دغه درمل نه يوازې کومه مشخصه ګټه نه لري بلکه کيدای شي د انسان صحت ته ضرر ورسوي.
اعلان
د څه باندې دوو میليونو هغو کسانو پر روغتيايي دوسيو چې د تکميلي غذاګانو له درملو يې کار اخيستلی، تر سره شوې څيړنې ښيي چې د دغو درملو استفاده نه شی کولای د زړه او مغزي سکتو ناروغيو پر وړاندې ګټورې پريوزې او حتی کيدای شي مضرې هم وي.
ويتامينونه، معدني املاح ګانې او د اومګا ۳ غوړ اسيدونه چې د تکميلي غذاګانو په توګه عرضه کيږي، د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې خپل کارونکي لري. دا د هغو درملو په کتار کې راځي چې تر ټولو ډير خرڅلاو لري. د تکميلي غذاګانو درمل، په آلمان کې هم په پراخه کچه د لاسرسي وړ دي چې په ۲۰۱۵م کال کې يې د شاوخوا يو مليارد او سل زره يورو په ارزښت فروشات درلودل.
دغه درمل د ګوليو، جوشکي ګوليو، پوډر يا د کپسول په ډول عرضه کيږي. د هغو پر تبليغ پاڼو د دې ادعا کيږي چې د هغو استعمال «د زړه او رګونو پر ناروغيو د اخته کیدو خطر کموي» او يا دا چې «د بدن د دفاعي سيستم په ځواکمنولو سره پر ناروغيو د اخته کيدو خطر کموي.» له همدې امله د دغو درملو کارونکي خوښ دې چې له هغو څخه په استفادې خپلې روغتیا ته ګټه رسوي.
د تکميلي غذاوو پر ځای نور خواړه
خو څيړونکي وايي چې دغه درمل کومه مشخصه ګټه نه لري او کارونکي يې کولای شي هغه پيسې چې پر دغو درملو لګوي، پر ځای يې نور داسې خواړه رانيسي چې تر دې ډيرې ګټې لري.
څيړنو کې موندل شوې ده چې دغه درمل نه شي کولای بدن د قلبي او يا مغزي حملو په څير ناروغيو له خطر څخه وژغوري.
د آلمان د اعصابو ټولنې رئيس او د آلمان په ايسن ښار کې د آلفريد ګروپ د نورولوژي روغتون پخوانی رئيس پيتر برليټ وايي: «نتيجه دا ده چې له دغو څيړنو څخه هيڅ يوې يې دا نه ده ثابته کړې چې د تکميلي غذاګانو درمل دې داسې ګټې ولري چې هغه دې د ټولو له پاره صدق وکړي.»
په مړينو کې د هيڅ نقش نه لرل
له دې نه علاوه د زړه ناروغۍ له امله د مړينې احتمال هم په هغو کسانو کې چې له دغو تکميلي غذاګانو څخه يې استفاده کړې او هغو کسانو چې استفاده يې نه ده کړې، کوم توپير نه لري. دغه مسئله د زړه او مغزي سکتې په احتمالي مړينو کې هم همدا ډول ده.
د آلمان د نورولوژي ټولنه او د آلمان د مغزي سکتو بنسټ وايي چې په دې کې هم کوم توپير نه دی لیدل شوی چې يو کس د تکميلي غذاګانو له درملو څخه څه وخت کار اخیستلی، عمر يې څومره وو، ښځينه وو که نارينه، سېګرټ يې څکول که نه او يا ورزشکار وو او که نه. دوی وايي د تکميلي غذاګانو درمل هيڅ ډول مشخصه ګټه نه لري.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د ښې روغتيا او اوږد ژوند رازونه
مناسب خواړه، ورزش، په کافي اندازه خوب، له سگريټو ډډه، د الکولي مشروباتو نه استعمال او د شترس کمښت هغه عوامل دي چې کیدای شي د انسان د عمر په اوږدېدو کې مرسته وکړي. انځوریز راپور.
کارپوهانو ځيني هغه عوامل په گوته کړي دي چې کیدای شي د انسان د عمر د کمښت سبب وگرځي. د الکولي مشروباتو استعمال، نیکوتين، سره کړې غوښه، همدارنگه ډېر وزن، هغه عوامل بلل کيږي چې له امله يې ۱۷ کاله عمر کميږي.
انځور: Colourbox/A. Gravante
ورزش وکړئ
تجربو ثابته کړې ده چې ورزش د عمر په ډیریدو کې مرسته کوي. کارپوهان وایې هغه کسان چې د ورځې ۱۵ دقیقې ورزش کوي په اوسط ډول یې عمر ۳ کاله ډیریږي. البته تر۱۵ دقیقو ډیر ورزش بهتر دی. نړیوال روغتیایې سازمان (WHO) په اونۍ کې د ۲،۵ ساعته ورزش سپارښتنه کوي.
انځور: colourbox
مدیترانه یې خواړه
مدیترانه یې خواړه چې د سبزیجاتو، میوو، دانو، د زیتون غوړو او کبانو له غوښو څخه جوړ وي د روغتیا له پاره ډیر گټور دي. دا ډول خواړه تر ډیره د چاغښت، شکري ناروغۍ او ویني د فشار مخنیوی کوي.
انځور: picture-alliance/chromorange/B. Jürgens
خپل خوب ته پاملرنه وکړئ
په کافي اندازه خوب نه کول د انسان روغتیا ته زیان رسوي. په انسانانو کې د خوب اندازه توپیر لري. ښه خوب د دې سبب گرځي چې انسان ټوله ورځ جست او فعالیت ته تیار اوسي.
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
الکولي مشروبات
د الکولو تر اندازې ډېر استعمال د انسان روغتیا ته زیات رسوي.
انځور: Colourbox
سگريټ
کارپوهان وایې چې د سگریټو نه څکول کیدای شي د عمر په ډېرښت کې مرسته وکړي. که یو انسان په ۳۰ کلنۍ کې سگریټ پریږدي نو په اوسط ډول یې عمر۱۰ کاله ډیریږي.
انځور: picture-alliance/dpa
ښه دوستان ځان ته انتخاب کړئ
څیړنو ښودلې ده چې د ښو دوستانو درلودل عمر زیاتوي.
انځور: picture alliance/Arco Images GmbH
د قیلولې خوب گټه
یوناني څیړنو ثابته کړې ده چې هغه خلک چې په اونۍ کې دری واره د ورځې له خوا ډیر لنډ خوب یا په اصطلاح قیلوله کوي، ۳۷ سلنه د زړه په ناروغۍ له اخته کیدو څخه ژغورل کيږي.
انځور: picture-alliance/CTK Photo/R. Fluger
د ښځي او مېړه د گډ ژوند اغېزې
د ارقامو له مخې متاهل نارینه تر مجرد نارینه وو اوږد عمر لري. داسي معلومیږي چې واده کول په مجموع کې د نارینه وو د عمر په اوږدوالي کې مثبت تماميږي. البته د ښځو د عمر پر اوږدوالي کوم تاثیر نه کوي.
انځور: Rido - Fotolia.com
کم وزن
د وزن کمښت تاسي د شکري، زړه او مغزې سکتې ناروغیو څخه تر یوې اندازې ژغوري. چاغښت په اوسط ډول ۳ کاله د انسان عمر کموي.
انځور: Colourbox/Erwin Wodicka
د ژوند معنوي اړخ
په امریکا کې څیړنو ثابته کړې ده :هغه کسان چې په منظم ډول کلیسا ته ځي او په مذهبي مراسمو کې گډون کوي تر هغو انسانانو ډیر عمر کوي چې کلیسا ته نه ځي. څیړونکي گومان کوي چې په یوه دیني ټولنه کې قوي ټولنیزي شبکې په دې برخه کې اغېزمني تماميږي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt
د نورو بخښل زده کړئ
هغه کسان چې له نورو سره کینه نه لري، د ښه روغتیا درلودونکي دي. خو هغه کسان چې تل عصبي وي د ویني فشار د لوړیدو او رواني ستونزو سره مخامخ کیږي.
انځور: Fotolia/Yuri Arcurs
د موټر چلولو په وخت کې احتیاط
هر کال په آلمان کې شاوخوا ۴۰۰۰ انسانان په ترافیکي پيښو کې مري. پر لويو لارو او سړکونو د کمربند تړل تر۵۰ سلنه پورې د مرگ خطر یا جدي زیان کموي. بایسکل او موټرسایکل چلونکي کولای شي په هلمیټ یا حفاظتي خولۍ سره تر ډیره ځان له خطره وژغوري.
انځور: Fotolia/jeancliclac
خپل شترس کم کړئ
دایمي شترس د انسان ژوند په خطر کي اچوي. شترس یا اندیښنه د ویني د لوړ فشار، د رگونو د بندیدو او زړه د حملې امکانات ډیروي. له شترس سره مقابله کولای شي تر ډیره بریده جسمي ستونزي حل کړئ. له شترس سره د مقابلې له پاره مختلف تمرینونه وکړئ.
انځور: Colourbox/Kzenon
پروگرامونه د انسان په ژوند کې مهم دي
هغه کسان چې په ډېر عمر کې ځانگړي بوختیاوي لري او په جدي توگه هغو ته پاملرنه کوي، هغوی نسبتاً اوږد عمر لري.
انځور: picture alliance/dpa Themendienst/K. D. Gabbert