د روبوټ ټکنالوژۍ په برخه کې فعالو کمپنیو ملګرو ملتونو ته خبردارې ورکړی چې له ربوټونو څخه د اوتوماتیکو وسلو په توګه کار وا نه خیستل شي، که نه نو ډیره تباهي به رامنځته شي.
اعلان
مصنوعي زیرکي Artificial Intelligence او روبوټونو پورې اړونده تر سلو ډیرو کمپنیو د یوه لیک په وسیله له «دریم انقلاب» څخه خبردارۍ ورکړی دی. په دغه لیک کې د عنعنوي وسلو په هکله د ملګرو ملتونو کنوانسیون ته خبردارې ورکړل شوی چې له روبوټونو څخه د وسلې په توګه کار اخیستنه، یوه غیر عادي تباهي رامنځته کولی شي.
په لیک کې راغلي دي: «د روبوټونو او مصنوعې زیرکۍ په برخه کې پر مختلفو تخنیکونو کار کیږي او امکان لري له دې څخه د اوتوماتیکو وسلو په توګه کار واخیستل شي. موږ په دې برخه کې دا خپل مسئولیت بولو چې خبردارۍ ورکړو.»
د سپیس ایکس شرکت مشر ایلون مسک، د ګوګل د ډیپ مائنډ د څانګې بنسټ ایښودونکی او د عملي مصنوعي زیرکۍ د څانګې مشر مصطفی سلیمان پر دې لیک د لاسلیک کوونکو په ډله کې شامل دي.
لاسلیک کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه د وسلې په توګه کار اخیستنې د مخنيوي له پاره ډیر زحمت ته اړتیا ده، تر څو د دې له غلطې استفادې څخه عام خلک په حفاظت کې وساتل شي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې دې صنعت پورې اړوند شرکت له د وسلې په توګه له روبوټ څخه د کار اخیستنې په هکله خبردارې ورکوي. په ۲۰۱۵ م کال کې سائنس پوهانو او صنعتي ادارو «د اوتوماتیکو وژونکو وسلو سیستم» یا زیرکه روبوټي وسلې «قاتل روبوټونه» بللي وو او د دې پر جوړولو یې اندېښنه ښودلې وه.
مشهور سائنس پوه سټیفن هاپکینز مصنوعي زیرکي «تر ټولو بده تیروتنه بللې وه» په داسې حال کې چې مسک، دا د انسانیت د بقا له پاره «لوی خطر» بللی وو.
د یکشنبې په ورځ په خپاره شوې دغه سرخلاصي لیک کې ویل شوي دي: «دا کیدای شي د وحشت وسله شي، کوم چې ترهګر یې د عام خلکو پر ضد استعمالولی شي او د دې په هک کولو (قفل ماتولو) سره کیدای شي ترې ناوړه استفاده هم وشي.»
د هانوور په صنعي نندارتون کې د روبتونو نوي ډولونه
د نړۍ په تر ټولو لوی صنعتي نندارتون کې د ۷۰ هیوادونو ۶۵۰۰ شرکتونو خپلې غرفې پرانيستي دي. په دغه نندارتون کې چې د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه تر ۲۸ نیتې پورې به دوام وکړي زیاتره توجه روبتونو ته ده.
انځور: Deutsche Messe AG
د هنوور په نندارتون کې تر ډیره روبتونه تر سترګو کیدل. که څه هم په دې کې لوې او واړه روبتونه موجود ول، خو دا ټول د انسانانو د آسانتيا له پاره جوړ شوي دي.
هر څه هم ډیجیټل کیدای نه شي، د بیلګې په توګه دغه ابزار د کوم کمپیوټر د سرور د خرابیدو او یا هم د روبت د زنګ وهلو په صورت کې د دغه «انالوګ» څټک استعمال یوه بشپړه حل لاره هم کیدلی شي.
انځور: DW/H. Böhme
دا اویایم ځل دی چې د هنوور صنعتي نندارتون دایریږي. سږکال د دې صنعتي میلې اصلي موضوع په نړیواله کچه د روبتونو اهمیت او په مختلفو برخو کې د هغې استعمال ته ځانګړې شوې وه.
انځور: DW/Z. Abbany
تر ۶۵۰۰ ډیرو شرکتونو ګډون
د آلمان د هنوور ښار په سږنې نندارتون کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو تر ۶۵۰۰ ډیرو صنعتي کمپنیو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. اټکل کیږي چې د دغه نندارتون د لیدلو له پاره به په هیواد کې دننه او دباندي د راتلونکو مېلمنو شمیر تر ۲۰۰ زرو پورې ورسیږي.