د تیلو امریکايي شرکت، ایکسون موبایل ډیره گټه کړې ده
۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه
اعلان
لکه څنگه چي دغه شرکت په خپل مرکز، ایروینگ کي پرون جمعه (د اکتوبر میاشتي ۲۸ مه) خبر وکړ، په دریمه ربع کي د هغه خالصه گټه ۱۹،۷ ملیارډه امریکايي ډالر ته رسیدلې ده. په خبره یې دا تر یوه کال مخکي په نسبت درې واره ډیره او د سږکال تر دوهمي ربعي لا هم واوښته. د دا ډول ډیري گټي دلیل په شمالي امریکا کي د تیلو ډیر خرڅلاو او د ډیزلو لوړه تقاضأ راوړل سوی دی.
په اروپا کي بیا دغه شرکت تر ټولو دمخه د گازو د لوړي بيي څخه ډیر مستفید سوی دی. ویل کیږي، چي د کال په وروستي او څلورمه ربعه کي به هم دغه شرکت خپلي گټي ته په همدغه ډول سره دوام ورکړي.