1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تیلو بیي حد تعینول د کښتیو پر ترانسپورټ اغېز کړی

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د روسیې پر اومو تیلو باندي د بیي معین حد تعینولو په نتیجه کي د تیلو یو تعداد کښتیو او ټانکرونو ته د ترکیې د باسپورس په بحیره کي د تیریدو اجازه نه ده ورکړل سوې.

Türkei | Irans Revolutionsgarden setzen zwei griechische Öltanker fest
انځور: Dursun Çam/AP/dpa/picture alliance

د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي دي چي هغوی دا کنټرولوي چي ایا د کښتیانو بیمې اوس هم اعتبار لري او که څنګه.

د تیري دوشنبې ورځي راهیسي د اروپا اتحادیې یوه مقرره اعتبار لري، کومه چي روسیه مجبوره کوي چي نورو هیوادونو ته یو بیرل تیل تر ۶۰ یورو پوري عرضه کړي. د همدغي نیټې راوروسته دتیلو غربي شرکتونه اجازه لري چي د روسیې څخه تیل په هغه صورت کي رانیسي چي که دغه قیمت مراعت سوی وي، په غیر د هغه تعزیرات ورباندي وضع کیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب