1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ثور اتمې د افغانانو په ژوند کې څه بدلون راوست؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د ثور اتمه په افغانستان کې د کمونیستي نظام د چپه کیدو او د مجاهدینو د بریا ورځې سره برابره ده. د کمونيستي روژیم پر وړاندې جهاد کې میلیونه افغانان ووژل شول او ډېرو نورو د وجود غړي له لاسه ورکړل.

Kombo 6er Afghanistan Mudschahedin Mujaheddin Anführer

دغه ورځې راتګ د افغانانو په ژوند اغیزې څه وې؟

له نن پوره دیرش کاله وړاندې د ۱۳۷۱ کال د ثور پر اتمه د ډاکټر نجیب الله حکومت له نسکوریدو سره مجاهدین کابل ته داخل شول او په ټول افغانستان یې والکه ټینګه کړه. دا ورځ هر کال د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا په توګه لمانځل کیږي.

پخواني مجاهدین وایي، د شوري اتحاد پر ضد جګړه کې يې ډيرې قربانۍ ورکړي او د میلیونونه افغانانو د وینې په قمیت یې هېواد له اشغال ازاد کړی.

رحمت الله سیار د هيواد په شمال کې کلونه د شوروي پلوي ریژیم پر وړاندې د مجاهدینو یو ځایي قوماندان پاتې شوی.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، دوی په سپیڅلي نیت د هيواد له پاره جنګیدلي او هېواد یې له شورویانو او د ده په اصطلاع د هغوی له لاسپوڅو آزاد کړی دی. نوموړی وایي، د جګړې پر وخت یې ډيرې سختې لیدلي او آن څو ځلې یې په وجود مرمۍ هم خوړلي: «ما خپله د روسانو خلاف جهاد کې برخه اخیستې. موږ ډېر زحمتونه وګالل، مرمۍ مو وجود وخوړلې، ډېر ملګري مو له لاسه ورکړل او وطن مو د روسانو او د دوی له غلام حکومت نه آزاد کړو. خو وروسته زموږ جهاد ونه ساتل شو، زموږ مشرانو زموږ هیلې ونه ساتلې.«

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کابلانځور: AP

دغه جهادي قوماندان که څه هم وایي، چې پر خپلې مبارزې او قربانۍ ویاړي، خو د مجاهدینو په یو شمېر مشران د هېواد ورانۍ له امله نیوکه کوي او زیاتوي، چې د ثور اتمې له بریا وروسته هغوی د قدرت ترلاسه کولو له پاره په خپلو کې جګړه وکړه.

فضل جان جهش چې د نورمحمد تره کي د واکمنۍ پرمهال د هلمند والي وو، وایي چې دوی وطن ته ژمن او وفادار ول او د هيواد له پاره یې سپیڅلې هیلې لرلې.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، د دوی حکومت له ټولو جهادي ډلو سره یوه ملي توافق او خبرو اترو ته ژمن و، خو هغوی په هیڅ ځای کې او په هیڅ شرط سولې ته حاضر نه شول.

هغه وایي: «زموږ د حکومت په وخت کې سولې ته ژمن او همیشه یې مخالفینو ته د سولې غږ کړی دی، ځکه سوله د خدای امر دی او موږ دې امر ته غاړه ایښي وه. خو زموږ مخالفینو د بل چا په اشاره زموږ د سولې غږ ته لبیک نه وایه. موږ وطن ته وفادار وو او وطن پر موږ ګران و، موږ د وطن له پاره قربانۍ ورکړې دي او نن هم حاضر یو، چې د وطن له پاره خپله وینه نظرانه کړو.«

خو دغه ورځ  د عامو افغانانو په ژوند کې څه بدلون راوستی؟

د کابل اوسیدونکی نورالله دا ورځ د بریا ورځې په توګه یادوي او وایي، پلارونو یې په پاک نیت او سپیڅلو هیلو جهاد کړی و. نوموړی وایي، خو وروستۍ کورنیو جګړو کې د کابل ویجاړۍ یې اوس هم د ماشومتوب سختې ورځې وریادوي.

دغه ځوان وایي، په شخصي ژوند کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی: «دا زموږ د پلارونو افتخار دی، چې روسان یې له هيواده وشړل، خو دا هم بدبختي وه، چې همدا مجاهدین بیا په خپلو کې جوړ نه شول او کابل یې په خپلمنځي جنګ کې ویجاړ کړ.

د افغانستان لسیزو جګړو په ملیونونو افغانان ووژل، معیوب او مهاجر کړلانځور: DW/H. Sirat

هر وخت مې چې د پلار افتخارات او بیا د جهادي مشرانو معاملې وګورم، ډېر خفه شم زما ژوند کې څه بدلون راغلی، هیڅ نه دی راغلی. هیڅ کار نشته او اوس طالبان هم مو هم دندو کې نه پریږدي.»

څلوېښت کلن کاظم خان د خوست اوسیدونکی دی او د کمونیستي رژیم او مجاهدینو په جګړه کې یې خپلې دوې پښې له لاسه ورکړي. کاظم خان دویچه ویله ته وویل، مچیتوب کوي او ژوند یې تل له کړاونو ډک وي.

نوموړی وايي، ټول افغانان مسلمانان دي او نور دي په هېواد کې د افغانانو پر ضد د جهادونو په نوم جنګونه بند شي: «ما مې خپلې دوې پښې په جنګ که له لاسه ورکړې. همت مه له لاس نه دی ورکړی او سوال ته نه یم مجبور شوی او لس شل کاله کیږي چې موچیتوب کوم او بچیانو ته مې روزي ګټم. زه دا وایم، چې موږ مخکې هم مسلمانان و، اوس هم یو او بیا به یو.«

په افغانستان کې هر کال په حکومتي کچه د ثور اتمه لمانځنه کیږي او سږ چې طالبان پر کابل واکمن دي، هغوی هم دا ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې لمانځلې ده.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنیفي د ثور اتمه د هېواد د بقا او د حق د بریا ورځې په توګه یاده کړه: »د ثور اتمه د باطل پر وړاندې د حق د مبارزې ورځ، د اشغال پر وړاندې د بریا ورځ او د ظلم پر وړاندې د عدالت ورځ ده.»

کتونکي بیا په هيواد کې د ثور اوومه او اتمه نه هيرېدونکي ورځي ګڼي او وايي چي ننني شرايط له دغو دوو پيښو سره تړي او وايي چي دا يې پايلې لدي.