د جان لينون عينکې په نژدې ۲ لکه ډالره خرڅې شوې
۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبهد بريتانوي سندرغاړي او د موسیقۍ هنرمند جان لينون عينکۍ د جمعې په ورځ (د دسمبر ۱۳مه) په لندن کې خرڅې شوې.
د فرانسې خبرې آژانس په حواله، د بيټلز يا د بيتليانو د موسيقي ډلې دغه افسانوي هنرمند خپلې عينکې، نژدې ۵۰ کاله مخکې د خپل موټر په شاتني بکس کې پريښې وې، چې وروسته د جاز وهونکي رنګو سټار او د هغه د ملګري جورج هيريسن د موټر چلونکي، ايلن هيرنګ له خوا موندل شوې وې.
سادربيز له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې د هيرنګ له قوله ويل شوي دي: «د ۱۹۶۸ کال په دوبي کې ما جان لينون، رينګو او جورج، د جورج هئريسن په ميرسديز موټر کې پورته او دفتر ته مې ورسول. کله چې جان له خپل موټر څخه ښکته شو، ما ولید چې عينکې يې ورڅخه په موټر کې پاتې شوې. د دغو عينکو يوه ښيښه او يو کمان مات شوی وو. ما له جان څخه پوښتنه وکړه چې کولای شم ستاسو عينکې درته ترميم او بيرته يې راوړم؟ هغه راته وويل چې د انديښنې وړ خبره نه ده، دا يوازې کله کله کاروم.».
هيرنګ زياته کړه چې هغه بيا دغه عينکې ترميم نه کړې. د جان لينون عينکې وروسته د هيرسن د ليلامي آنلاين بازار له لارې د يوه ناپيژاندي کس له خوا اخيستل شوې وې. هغه وخت دغه عينکې په ۱۳ زره ډالرو خرڅې شوې وې. خو دا چې دا کوم وخت وو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
جان لينن په ۱۹۸۰ کال کې هغه مهال چې د څلويښتو کلونو وو په نيويارک کې د خپل اپارتمانت په مخ کې د مارک چيمپئن له خوا ووژل شو. جان لينن هغه وخت نړيوال شهرت موندلی وو.
د بيتلز (The Beatles) يا بيتليانو د موسيقۍ ډلې پورې اړوند نور توکې لکه لاکت يا د اغوستلو نور شيان هم خرڅ شوی دي. بيتلز د راک موسيقي په تاريخ کې تر ټولو نامتو او پيژندل شوې هنري ډله ده. دغې ډلې په ۱۹۶۰ لسيزه کې خپل هنري فعاليتونه پيل کړل. بيټليانو هغه مهال په افغانستان کې هم شهرت او خپل مينه وال درولودل.