1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د جاپانيانو د اوږد ژوند راز څه شی دی؟

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

نوي تحقیقات ښکاره کوي، چي جاپانیان د یوه ساده عادت په دلیل د ژوندانه ښه کیفیت، سالم او اوږده عمرونه لري. دا چي دغه ساده عادت څه شی دی، دلته يې په هکله لوستلای سئ:

Japan Frau badet in einem Onsen, heiße Thermalquelle
انځور: imagebroker/imago images

د ټوکیو سیټي د پوهنتون استاد، پروفیسر شینیاهایاساکا د دوو لسیزو راهیسي د حمام او یا د ګرمو اوبو په یوه طبیعي چینه کي د استراحت په هکله تحقیقات کوي.

جاپانیان دغه ډول عنعنوي حمام ته ««اونسن» وايي، چي د دغه محقق د ډیري علاقه مندۍ سبب سوی دی. داسي معلومیږي، چي د دغه پخواني عنعنې ترشا د وجود د سلامتۍ عمده دلیل پروت وي.

پروفیسر شینیاهایاساکا دویچه ویله ته وویل،:«تقریبأ ۲۰ کاله دمخه کله چي یوې نرسي په یوه روغتون کي د یوه زاړه سړي پالنه کوله، غوښتل یې ورته د تودو اوبو کورنئ حمام تهیه او زما څخه یې د لارښوني هیله وکړه. نرسي تشویش درلودی، ځکه چي د مریض د ویني فشار لوړ ؤ او د تودو اوبو حمام ورته مشکل او خطرناکه ؤ.»

هایاساکا اضافه کړه:« په هغه وخت کي د دې پوښتني د جواب دپاره هیڅ علمي تحقیقات نه وه تر سره سوي. بیا ما فکر وکړ، چي د دې موضوع علمي دلایل باید پیدا سي.»

په دې ارتباط د هایاساکا لمړۍ مقاله د ۱۹۹۱ م کال په می میاشت کي په اپیدمیولوژي مجله کي نشر سوه. دغه مقاله په ګرمو اوبو لمبیدلو په صورت کي د زړو خلګو پر جدي مراقبت باندي راڅرخیدله، خو هایاساکا ډیر ژر د جاپانیانو پر دغه ورځني عادت باندي تحقیقات شروع کړل.

په افغانستان کي هم په تودو اوبو د لمبېدلو دود سته، البته طرز يې بالکل بل شان دی.انځور: Getty Images/M. Seedi

د «اونس»د طبیعي تودو اوبو چینه

جاپان چي ډیر اورغورځونکي غرونه لري، ورسره تقریبأ د طبیعي تودو اوبو ۲۷۰۰۰چینې هم لري. دغو چینو ته په پخوانیو زمانو کي تقریبأ هرچا لاسرسی درلودی او په همدې دلیل په تودو اوبو لمبیدل د دغه هیواد د ملي کلتور یو مهم جزء ګرزیدلی دی.

دیني عقایدو هم پر دې خبري باندي تأثیر درلودی. ځینو معابدو د خیرات په ډول د محل د اویسدونکو دپاره د حمام کولو امکانات برابره ول. ځینو بودايي راهبانوهم په تودو اوبو منظم لمبیدل توصیه کوله.

تر ۱۹۶۰ مو کلونو پوري لا حتی ډیرو جاپاني کورونو د حمام کولو امکانات نه درلودل. ځکه نو د کورنیو غړي د محل په عمومي حمامو کي سره راټولیدله او دغه رسم ورواج یې په یوه اجتماعي عمل باندي تبدیل کړی ؤ. نن ورځ ، چي تقریبأ هر جاپانی کور مجهز هم دی، په دغه هیواد کي عمومي د ګرمو اوبو حمامونه وجود لري.

هایاساکا وايي، چي« د انسان دپاره په تودو اوبو لمبیدلو درې ګټي لري: د بدن ګرمیدل، بدن ته دویني سم رسیدل او د هیدرواستاتیک فشار دی.» دی اضافه کوي،« د بدن پاک ساتل د صحت دپاره ګټه لري. هغه کیدلای سي، د کور په شاورکي هم تأمین سي، خو د ځان د عمومي صحت پخاطر باید سړی په تودو اوبه کي غوټه سي.»

هغه وايي، چي د تودو اوبو حرارت باید حداقل ۳۸ درجې د سانتي ګراد وي:« په تودو اوبو کي غوټه کیدل د عضلاتو د نرمیدو ، رګو د خلاصیدو او ویني جریان د تقویه کیدو سبب کیږي.» د دې کار لمړی مفاد، بدن ته د کافي اکسیجن رسیدل دي:«په دې ترتیب سره وینه په کافي اندازه اکسیجن او معدني مواد اخلي،کوم چي د بدن د ټولو حجرو دپاره ضروري دي. همدرانګه دا عمل کاربن ډای اکسایډ او نور اضافي مواد د بدن څخه باسي.»

د ټوکیو سیټي د پوهنتون دغه استاد اضافه کوي، چي«په نتیجه کي د ویني جریان تقویه کیږي، کوم چي په تودو اوبو کي د غوټه کیدو په صورت کي رامنځته کیږي او د ټولي ورځي ستړیا د بدن څخه باسي.»

حرارت او تودوښه دردونه کموي. د بدن ګرمیدل همدارنګه د اعصابو د حساسیت د کمیدو سبب کیږي، داسي یو شی چي د ملا د دردونو تسکین، داوږو د شخ پاته کیدو او نورو دردونو د لیري کیدو باعث ګرزي. هغه د وجود د بندونو تسکین هم رامنځته کوي. په نتیجه کي سړی ښه خوب کوي او د مغز ستړیا او خستګي لیري کیږي.

آ./ق.م./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رايور:
 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب